د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د کنفرانسونو تالار د شهید دوکتور محمد ایاز نیازي په نوم ونومول شو.

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱ - ۷:۱۱
d

د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د کنفرانسونو تالار د شهید دوکتور محمد ایاز نیازي په نوم ونومول شو.

د قرآن عظیم الشان د ختم په هغه مراسمو کې چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د استادانو هر یو پوهندوی دوکتور محمد ایاز نیازي د شهادت او د پوهنمل عبدالجلیل یوسفي او پوهنیار عبدالبصیر فرید د وفات له امله تر سره شول، ویناوالو د مرحومینو په علمي او ټولنیز شخصیت او ژوند باندې خبرې وکړي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د یادو شویو استادانو اروا ته د دعا په کولو سره، استاد نیازی د هیواد د اکاډمیکې ټولنې د ممتازو او جامعو استادانو له ډلې څخه وباله.

نوموړي وویل: نن ورځ د افغانستان په ګډون د نړۍ ټول هیوادونه له یو ستونزمن حالت سره مخ دي چې له بدمرغه د هیواد تحصیلي سکتور ته هم له همدې امله نه جبرانیدونکي تاوانونه وراوښتي دي او هره ورځ یو شمیر د علمي کادر غړي له لاسه ورکوي.

هغه زیاته کړه چې د پوهنتونو استادان ددې هیواد معنوي پانګه ده چې د هغوي ستاینه، یادونه، تسلیت او غمشریکي وړاندې کول زموږ د ديني، ملي او انساني ارزښتونو له جملې څخه دي او لوړو زده کړو وزارت د هغوی څخه ساتنه خپل مکلفیت بولي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر همدارنګه د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي تالار د شهید دوکتور نیازي په نوم نومول یو ښه او پرځای اقدام وباله او له کابل پوهنتون څخه یې په دې اړه مننه وکړه.

په دغو مراسمو کې د کابل پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور محمد عثمان بابري شهید نیازي یو مهربانه، په هر څه خبر او د پراخي سینې لرونکی استاد یاد کړ او ویې ویل چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د استادانو شهادت او وفات ددغه پوهنتون لپاره بې نهایت لویه ضایعه ده.

د حج، ارشاد او اوقافو مسلکي مرستیال امین الدین مظفري د استاد نیازي مرګ د لوړو زده کړو او حج، ارشاد او اوقافو وزارتونو لپاره یو لوی ماتم وګڼل او له معنوي او اکاډمیک چاپیریال سره جګړه یې له منطق او عقلانیت څخه لرې وبلله.

په همدې ترتیب سره قاضي عبدالحق عتید د استاد نیازي د کورنۍ په استازولي خبرې وکړې او د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون څخه یې د مرحوم استاد ایاز نیازي د یادولو او د هغه په نوم د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د تالار د نومولو په خاطر مننه وکړه.

د قرآن عظیم الشان د ختم په یادو مراسمو کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو یو شمیر استادانو او مسوولینو د شهید پوهندوی دوکتور محمد ایاز نیازي د اکاډمیک شخصیت، له دعوت او ثقافته ډک ژوند په اړه خبرې وکړې.

مراسم په هیواد کې د حق، علم او سراسرې سولې د لارې شهیدانو اروا ته په دعا کولو پای ته ورسیدل.

د یادونې وړ ده چې پوهندوی دوکتور محمد ایاز نیازی د ۱۳۹۹ د غبرګولي په ۱۳ نیټه د وزیر محمد اکبر خان په جومات کې د یو ځاي پر ځای شوي ماین په پایله کې په شهادت ورسید.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټري برنامو ۹ څانګو څخه ۲۱۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

 

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس، د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري چارو معین صاحبانو، د پوهنې وزارت د کیفیت لوړاوي معین، د مرکزي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS