د کابل پوهنتون د ماسټري پروګرامونو ازموینه واخیستل شوه

23/02/1401
12 /10/1443
د کابل پوهنتون د ماسټري پروګرامونو ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه د کابل پوهنتون د اګرانومي، شریعت او قانون، برق، وترنري، حیواني علومو، پښتو ادبیاتو، عربي ادبیاتو، تفسیر، حدیث، تجسمي هنرونو، اداره او عامه اړیکو په څانګو کې وه، چې 2400 داوطلبانو ګډون پکې کړی و.
د یادو کسانو له ډلې به له 300 زیات کسان د کابل پوهنتون د ماسټري پروګرامونو ته لار پیداکړي.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه له یادې ازموینې د څارنې تر څنګ، د ازموینې ګډونوالو ته د بریا هیله وکړه او د ازموینې د روڼتیا په اړه یې ډاډ ورکړ.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین له استادانو مننه وکړه او ویې ویل، چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې د علم د پرمختګ لپاره تر پخوا زیاته هڅه وکړو.