د کابل پوهنتون د ملکيتونو(جايدادونو) د داوطلبۍ خبرتیا !
Publish Date
Closing Date
ټاکل شوي لوړو زده کړو وزارت لاندې ملکيتونه (جايدادونه) په بېلا بېل ډول د بند سر افر په شکل د داوطلبۍ اعلان ( بولۍ ) ته وسپاري، چې ځانګړنې يې په لاندې ډول دي:
۱ـ د کابل پوهنتون چاپيریال داخل کې د ( ۳۹۶۴) متره مربع په مساحت باندي يو باب کفټریا .
۲ـ د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي ترڅنګ د (۱۳۲) متر مربع په مساحت باندې يو باب کانتين.
هغه حقيقي او حکمي اشخاص چې غواړي د کفټريا او کانټين د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، د اعلان له خپرېدو نېټې څخه تر (۲۱) ورځو پوري کولای شي خپلې غوښتنپاڼې د لوړو زده کړو وزارت اداري او زيربناء ریاست د هستوګنو او املاکو آمريت (۱۴) شمېره اطاق ته چې څلورمه کارته کې موقعيت لري وسپاري او د اسنادو د چک او کتلو وروسته شرط نامه د ( ۳۰۰۰ ) افغانيو په بدل کې اخېستلای شي، یاد رقم بېرته نه ورکول کېږي.
د کابل پوهنتون د کفټريا داوطلبۍ غونډه په (۲۱) مه ورځ د سهار په لس بجو او د کابل شرعیاتو پوهنځي کانټين غونډه په (۲۳) مه ورځ د سهار په لسو بجو دايرېږي.