د کابل پوهنتون د وروستۍ پيښې شهیدانو سپېڅلې روح ته د فاتحې مراسم ترسره شول

baqir_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۱ - ۵:۵۲
v

د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون له لوري نن د کابل پوهنتون په انګړ کې د دې پوهنتون د وروستۍ خونړۍ پېښې د شهیدانو فاتحه واخيستل شوه.

په دې مراسمو کې د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې د عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د لوړو زده کړو رهبري ډلې، د څلورو مرکزي پوهنتونونو استادانو او محصلينو او د شهيدانو وارثينو ګډون کړی و.

د ملي مصالحې د عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د قربانیانو کورنۍ ته د تسليت ويلو تر څنګ پر کابل پوهنتون بريد يو جنايت وباله زياته يې کړه: «کله چې په علمي مرکزونو، ښوونځيو او مدرسو بريد کېږي؛ هدف يې یوازې او يوازې په هېواد کې د علم د ډيوې تیاره کول دي څو وکولای شي په تياره کې په ناپوهۍ، تعصب او تبعيض سره واکمني وکړي

نوموړي همداراز وويل: «جنايت کوونکې ډلې به هغه وخت بريالۍ شي، کله چې دا ډول پېښې د استادانو او محصلينو روحيه کمزورې او ماته کړي

د ملي مصالحې عالي شورا رييس همداراز له دولت وغوښتل چې د محصلينو د پلي کېدو وړ او روا غوښتنې لکه د پوهنتونونو امنيت ساتل، پر پوهنتون د بريد او د عاملينو په اړه يې اصلي قضیه ارزول او تر پوهنتون پورې اړوندو موضوعاتو سره غيرسياسي چلند کولو ته ټينګه پاملرنه وکړي.

د لوړو زده کړو نوماند سرپرست وزير دوکتور عباس بصير د کابل پوهنتون پېښه يو جنايت وباله.

نوموړي له پېښې وروسته د خپلو سترګو ليدلي حالت د څرګندولو تر څنګ وویل: «ډاډه يم چې دا ډول ناځوانه حرکتونه به د روښنايي په لور زموږ د ځوانانو پرېکنده ارادې او د افغانستان بيارغونه او پراختيا لړزانده نکړي.» نوموړي زياته کړه چې په علي اباد روغتون کې ټپي محصلينو ورته ويلي چې دا ډول ناځوانه حرکتونه به د دوی ارادې هېڅ کله هم ماتې نه کړي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزير د کابل پوهنتون له رهبرۍ څخه د پوهنتون د اوضاع د مديريت کولو او د علي اباد د کادري روغتون او د جراحاتو له ډلې څخه چې د ټپيانو په درملنه کې يې په وخت سره اجراات وکړل مننه وکړه او د پېښې د ټپيانو کورنيو ته يې د تسليت وړاندې کولو تر څنګ وويل چې د لوړو زده کړو وزارت د هېواد له امنيتي ځواک سره يو ځای د هېواد د تحصيلي بنسټونو پر ښه والي کار کوي څو بيا دا ډول پېښې تکرار نشي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزير ډاډ ورکړ چې د هېواد د لوړو زده کړو مرکزونه به د پخوا په پرتله پر جوش او ولوله ناک وي.

په دې مراسمو کې د کابل پوهنتون رييس محمد عثمان بابري هم خبرې وکړې ويې ويل کابل پوهنتون په خپل ۹۰ کلن خدمت سره په ټول هېواد کې د ځوانانو د روزنې او علمي خدمتونو د وړاندې کولو تر څنګ د افغانستان په معنوي او مادي پراختيا او پرمختګ کې بنسټيز رول لرلی دی چې د دې پوهنتون د لړم مياشتې د ۱۲مې ناځوانه بريد هېڅ ډول د توجيه وړ نه دی.

همداراز د قربانيانو د کورنۍ په استازولۍ محمد خالد امين خبرې وکړې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون له رهبرۍ څخه يې د پېښې د شهيدانو د يادونې له کبله مننه وکړه زياته يې کړه چې د شهيد شوو محصلينو ارمان په ټول هېواد کې سوله وه. نوموړي له ټولو وغوښتل چې دې ارمان ته د رسېدو له پاره هڅه وکړي.

په دې مراسمو کې همداراز ويناوالو د علم او معرفت او ټولنې د بشپړوالي په اړه د اسلام د رول، په افغانستان کې د امنيت د اړتیا، محصلينو ته روحيه ورکول، د پوهنتون مقام او پر ټولنه يې اغېزه، د لړم د ۱۲مې شهيدانو د ياد ژوندي ساتل او پوهنتون بېرته عادي حالت ته د راګرځولو له پاره ويناوې وکړې او غونډه د پاکو شهيدانو سپېڅلو ارواوو ته د دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټري برنامو ۹ څانګو څخه ۲۱۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

 

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس، د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري چارو معین صاحبانو، د پوهنې وزارت د کیفیت لوړاوي معین، د مرکزي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS