د کابل پوهنتون په ریاضیاتو پوهنځي کې (( په قسمي تفاضلي معادلاتو کې د لاپلاس طاقت سلسلې پاتې میتود کارونه)) په نوم سمینار ترسره شو

ameen_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۰:۴۴
bsdjkhfkjdfjksd

نوموړی علمي او څیړنیز سمینار د روان کال غبرګولي میاشتې په ۲۱نېټه د پاکستان هېواد خیبر پښتونخوا  ایالت (عبدالولي پوهنتون) استاد ښاغلي  دوکتور حسن خان لخوا وړاندې شو.
په دې سمینار کې لومړی د ریاضیاتو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال محمدخان حیدري په کابل پوهنتون کې د ښاغلي استاد حسن خان د سیمنار له وړاندې کولو څخه مننه وکړه او هغه یې د علمي څیړنو، تجربو او افکارو په تبادله کې ګټور یاد کړ.
په دې سمینار کې ښاغلي پروفیسور استاد حسن خان خپله چمتو کړې موضوع وړاندې کړه؛ چې د ګډونوالو دخوښۍ او  پام  وړ وګرځېده؛ د سمینار په پای کې استاد حسن خان د سمینار ګډونوالو ډېري پوښتنې هم ځواب کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS