د کابل ښار او ولسوالیو د دولسم ټولګیو فارغانو د کانکور لومړۍ او دویمه دوره آزموينه واخېستل شوه

Azizorayakhel.admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۵ - ۹:۲۸
a

د یادې ازموینې د پرانستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین پوهندوی سیدفرهاد شهید زاده، د دې وزارت مالي او اداري معین نور احمد درویش، د کابل پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور محمد عثمان بابري، د آزموينو ملي ادارې رئيس پوهاند عبدالقدیر خموش او د کابل ښار د پوهنې رئيس دوکتور محمد ضمیر ګوارا شرکت کړی و.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین وویل چې کانکور د یوې ملي پروسې په توګه د وړتياوو معلومول دي او له شفاف میکانیزم سره د آزموينې اخېستل د آزموينو ملي ادارې د رشد او بشپړتيا څرګندونه چې د لوړو زده کړو وزارت د پیاوړو او موثرو اصلاحاتو پايله بلل کیږي چې هغه د افغانستان د دولت له لاسته راوړنو څخه ګڼلی شو.

شهیدزاده د تیر کال په نسبت د هيواد په تحصیلي بنسټونو کې د جذب له زياتوالي خبر ورکړ او زیاته يې کړه چې د ۲۴ نویو ډيپارتمنتونو او په نورستان ولایت کې د لوړو زده کړو یوې موسسې په جوړولو سره د هیواد په لوړو زده کړو بنسټونو کې د جذب کچه ۷۰ زره تنو ته پورته شوې ده.

د محصلانو چارو معین همدارنګه د آزموينو ملی ادارې او د کابل پوهنتون له ریاست او ازموینه اخېستونکو استادانو څخه ددې آزموينې د نظم او شفافيت له امله مننه وکړه.

د کابل پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور محمد عثمان بابري هم د ازموينو له ملي ادارې څخه د دوي د ښه مدیریت او ددغې آزموينې په منظمه بڼه تر سره کولو له امله مننه وکړه، کانکور کې ګډون کوونکو ځوانانو ته یې د برياليتوب هیله وښوده او په دغه پروسه کې یې د شفافيت او عدالت له تامينولو څخه هغوی ته ډاډ ورکړ.

د کابل ښار د پوهنې رئيس دوکتور محمد ضمیر ګوارا هم د پوهنې وزارت په استازيتوب له لوړو زده کړو وزارت او آزموينو ملی ادارې او د هغو همغږیو له امله چې د کانکور په پروسه کې له یاد وزارت سره تر سره شوې دي، مننه وکړه.

د آزموينو ملی ادارې رئيس پوهاند عبدالقدیر خموش وویل چې په روان کال کې د ځانګړو تدابیرو په نیولو سره د کانکور آزموینې په ټول افغانستان کې په بریالیتوب سره د یوې میاشتې په موده کې واخيستل شوې او ټاکل شوې چې د تلې میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د کانکور آزموينو پایلې اعلان شي.

نوموړي د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو، امنیتي ځواکونو، هوايې نظامي ځواکونو او له ملکي هوايې شرکتونو څخه چې په دې پروسه کې یې همکاري کړې وه، مننه وکړه.

د آزموينو ملي ادارې رئیس په وینا په کانکور آزموينو کې د ۲۱۰ زره داوطلبانو له ډلې سږ کال ټاکل شوې ۱۴۰ زره تنه یې دولتي لوړو او نیمه لوړو زده کړو ته جذب شي او هغه داوطلبان چې نمرې یې له ۱۵۰ څخه پورته وي د فیس په تخفیف سره به خصوصي لوړو زده کړو موسسو ته معرفي شي.

ش

هغه وویل چې لوړو زده کړو بنسټونو ته په جذب کې د خويندو سهم د ځانګړو کودونو په نظر کې نیولو سره چې د هغوی لپاره ټاکل شوي دي، زیاتوالی موندلی دی او هیله مو ده چې له ۳۰ سلنې زیاتې خويندې دولتي پوهنتونو او لوړو زده کړو موسسو ته لاره ومومي.

د کابل حوزې کانکور په څلورو دورو کې اخېستل کیږي او ټاکل شوې دریم او څلورم دور یې سبا واخېستل شي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS