د کابل ښار او ولسوالیو د لېسو فارغانو د کانکور ازموینو لومړی پړاو نن د لوړو زده کړو وزیر په شتون کې پیل شو

baqir_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۴:۴۶
ل

په هغه خبري ناسته کې چې په دې اړه په کابل پوهنتون کې جوړه شوه، د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر په داسې حال کې چې د ملي ازموینې ادارې مشرتابه پلاوي، د کابل پوهنتون رییس او ازمویونکو استادانو شتون درلود، د روڼتیا او مثبت بدلونونو په اړه وینا وکړه چې د تېرو څو کلونو په لړ کې د کانکور په ازموینه کې رامنځته شوي دي.

هغه وویل:"د کانکور ازموینو سیسټم داسې ترتیب شوی چې د انساني مداخلې امکانات صفر شوی او یوازې د غوښتونکي وړتیا او چمتووالی په دې ازموینه کې د بریا معیار دی."

د لوړو زده کړو وزیر د دې ترڅنګ چې د ۱۴۰۰ کال غوښتونکو ته د بریا هیله وکړه وویل چې د کانکور ازموینه کې د کابل حوزې د ۵۸ زره او ۳۲۶ کسانو څخه ۲۵ زره او ۳۴۷ یې نجونې دي چې په اوسني وضعیت کې د پام وړ شمېر دی.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر د هېواد د تحصیلي بنسټونو د حضوري درسونو د پیل په اړه وینا وکړه او ویې ویل چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي لارښوونو او د لوړو زده کړو وزارت چمتووالي سره سم؛ ټاکل شوې چې د زمري په ۱۶مه د شنبې په ورځ په هغو ولایتونو کې چې د کرونا ویروس پېښو د شمېر کچه د ۳۵ سلنې څخه ښکته وي او واکسین یې هم تطبیق کړی وي، حضوري درسونه پیل شي.

هغه زیاته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت د عامې روغتیا وزارت سره له نږدې په اریکه کې دی، که چېرې د ۱۱ ولایتونو سربېره په نورو هغو ولایتونو کې چې د ناروغانو سلنه یې ۳۵ سلنې څخه ښکته وي او د واکسیناسیونو پروسه په هغو بنسټونو کې پلي شوي وي، حضوري درسونه به بیا پیل شي.

ورپسې د ملي ازموینو ادارې رییس پوهاند ډاکټر عبدالقدیر خموش د ۱۴۰۰ کال د کانکور د ازموینې د پروسې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د کانکور ازموینې پروسه په درېیو پړاونو کې تنظیم شوې چې لومړی او دویم پړاو کې یې ۳۳ ولایتونه او درېیم د کابل حوزې د کانکور ازموینو پړاو دی.

هغه زیاته کړه چې د لومړي او دویم پړاو په بریالیتوب سره پای ته رسېدو وروسته، درېیم پړاو چې د کابل حوزې پورې اړوند ده، چې په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله ځنډول شوی وو، چې له نېکه مرغه نن مو وکولی شو چې د کابل حوزې د کانکور ازموینه پیل کړو چې په څلور پړاونو کې تنظیم شوې وه.

د هغه په ​​وینا د افغانستان د ۱۴۰۰ کال د کانکور ازموینې پایلې به په کابل کې د دوو نورو دورو وروسته چې سبا اخیستل کېږي، په راتلونکو لسو ورځو کې اعلان شي.

په دغه خبري کنفرانس کې د کابل پوهنتون رئیس پوهاند ډاکټر محمد عثمان بابري هم وینا وکړه او یادو شویو غوښتونکو ته د بریا هیله وکړه او ویې ویل چې نن ستاسو هڅې او زحمتونه به ستاسو راتلونکې بریاوې تضمین کړي.

هغه وویل چې په تېرو دوه لسیزو کې کلکې ستنې په تېره بیا د هېواد لوړو زده کړو په برخه کې اېښودل شوي چې موږ ښه راتلونکي ته هیلمنوي.

د ملي ازموینو د ادارې د معلوماتو پر بڼسټ د هېواد د ۱۴۰۰ کال د دیني علومو او شپې پوهنځیو عمومي کانکور ازموینه کې ټولټال ۲۱۴ زرو او ۹۸۱ کسانو ګډون کړی وو چې ۱۳۳ زره او ۱۸۴ کسان یې نرینه او ۸۱ زره او ۷۹۷ یې ښځینه دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS