د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د دغه پوهنتون د اسلامي علومو پوهنځی د استادانو لپاره د نړیوالو...

۱۴۰۰کال، د سلواغې ۱۱مه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د دغه پوهنتون د اسلامي علومو پوهنځی د استادانو لپاره د نړیوالو ژورنالونو د پېژندنې په نامه یو ورځنی ورکشاپ جوړ کړ.
په دغه سمینار کې د ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشېد خان رشیدي په نړیوالو ژورنالونو کې د مقالو خپرولو په اړه لارښوونیزې خبرې وکړې او له استادانو یې وغوښتل چې په دغه برخه کې ډېره هڅه وکړي. وروسته د یاد پوهنتون د مسلکي پراختیا د مرکز امر پوهنوال همایون غفوري د لاندې مواردو په اړه تشریحات وړاندې کړل:
۱ـ د ژورنالونو او ډولونو پېژندنه یې؛
۲. د ژورنالونو جوړښت؛
۳. د نړیوالو باوري او ناباوري ژورنالونو پېژندنه؛
۴. د باوري ژورنالونو د ثبت د ډېټابېسونو پېژندنه؛
په پای کې د سمینار ګډونوالو پوښتنې وکړې، چې د استادانو له لوري ځواب شوې.