د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴ پوهنځيو د علمي کادر ازموینه واخیستل شوه.
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو، ارواه پوهنې، ټولنیزو علومو، تربیتي او مسلکي علوم، کمپیوټر ساینس او طبیعي علومو پوهنځيو د علمي کادر تخصصي ازموینه واخیستل شوه.
په یاده ازموینه کې د ۱۴ بستونو لپاره شاوخواه ۳۴ نوماندانو سیالي وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او علمي ترفیعاتو ریاست د خصوصي تحصیلي بنسټونو د تقرر او انفکاک امر حمیدالله عابد په مشرۍ د لوړو زده کړو وزارت پلاوي له یادې ازموینې څارنه وکړه او ټولو نوماندانو ته یې د ازموینې د روڼتیا په اړه ډاډ ورکړ.