د کابیني یو شمېرو غړو په حضور کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د طب، انجنیري او کرنې پوهنځی افتتاح او د یادو پوهنځيو نویو شاملو شوو محصلینو ته ښه راغلاست وویل شول.

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۴:۵۲
148888

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه ته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، په داسې حال کې چې د کور او ښار جوړولو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیرانو او د لوړو زده کړو وزارت معین صاحبانو هم حضور درلود، نویو شاملو شوو محصلینو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د یاد پوهنتون د دریو پوهنځيو پر پرانیستې خوښي وښوده. 
نوموړي زیاته کړه: «اسلامي امارت د متخصصینو رزونې ته ژمن دی او هڅه کوي چې د افغان استادانو او محصلینو لپاره په کور دننه د معیاري زده کړو زمینه برابره کړي.»  
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې موږ په هره برخه کې متخصصینو ته اړتیا لرو، تر څو مو د ټولنې او هېواد ستونزې حل کړي. هغه له افغان ځوانانو وغوښتل چې د خپل هېواد پر تحصیلي نظام باور ولري او لیرې او نیږدې هېوادونو ته له خطر ډکو سفرونو څخه ډډه وکړي. 
وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر مولوي نجیب الله حقاني په ټولنه کې د علم ارزښت ته په اشارې سره، د دیني او عصري علومو تر منځ د واټن پر ختمولو ټینګار وکړ. 
همدارنګه د کور او ښار جوړولو سرپرسرست وزیر مولوي حمدالله نعماني په انساني ټولنه کې د علم پر ارزښت او د اشرف المخلوقات په توګه د انسان پر مسؤلیتونو هر اړخیزې خبرې وکړې. 
دغه راز د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی دوکتور رفیع الله عطاء د یاد پوهنتون په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه پوهنتون اوسمهال ۱۱ فوق لېسانس برنامې لري، چې ۴ د دوکتورا او ۸ د ماسټري برنامې پکې شاملې دي. 
د یادولو وړ ده چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د هېواد په کچه لومړنی نړیوال پوهنتون دی، چې یوازې فوق لېسانس برنامې پکې تدریسیږي. 
نېټه: شنبه
۵/۵/۱۴۴۵ هـ ق ۲۷/۸/۱۴۰۲ هـ ش ۱۸/۱/۲۰۲۳ م

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته ترسره شوه

 

یاده ناسته چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شوه، په پیل کې د یاد وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د وخت پر ارزښت او. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۳:۵۰
Background image

د کابل ولایت علماوو شورا رئیس د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو ته اصلاحي بیان وکړ

 

د کابل ولایت علماوو شورا رئیس محترم شیخ القرآن والحدیث خلیفه صاحب دین محمد د لوړو زده کړو وزارت رئیس صاحبانو، امرینو او نورو اداري او خدماتي کارکوونکو ته د دغه وزارت د غونډو په عمومي. . .

BACK TO NEWS