د کارکوونکو استخدام په پروسه کې روڼتیا، پوهه او وړتیا د لوړو زده کړو وزارت د بشري منابعو د کار اساس دی

baqir_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۴ - ۵:۶
ل

دغه ټکی د لوړو زده کړو وزارت بشري منابعو رییس مصطفی یونس زاد په هغه لارښوود ورکشاپ کې څرګند کړ چې د دغه وزارت نویو شامل شویو کارکوونکو لپاره پیل شو.

هغه وویل:"د دغه وزارت د بشري منابعو ریاست تل هڅه کړې چې د استخدام په پروسه کې روڼتیا او وړتیا د هېواد ملکي خدمتونو له قانون سره سم په پام کې ونیسي او هڅاند او په کارپوه ځوانان د ازادې سیالۍ له لارې د لوړو زده کړو وزارت په اداري سیستم کې شامل کړي چې له نېکه مرغه د دوو ربعو په بهیر کې ۹۲ کسان له دغو ځوانانو څخه د لوړو زده کړو وزارت اداري سیسټم ته شامل شوي دي."

د لوړو زده کړو وزارت د بشري منابعو رییس له نویو کارکوونکو وغوښتل چې د هېواد نافذه قوانیو سر سم په عالي روحیه او نېک چلن خپلې ټولنې او هېواد ته د خدمت په موخه خپل کار پیل کړي.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت بشري منابعو د ریاست د ظرفیت لوړولو روزونکي عبیدالله مولایي د لوړو زده کړو وزارت د تاریخچې، جوړښت او د جوړښت د هرم، تقنیني اسنادو، دویمو واحدونو او د دغه وزارت نورو برخو په اړه معلومات وړاندې کړل او د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د یادولو ده چې د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې ۱۸ مرکزي ریاستونه، ۳۹ دویمې واحدونه (دولتي تحصیلي بنسټونه) ۷۳۸۶ اداري کارکوونکي او ۷۱۱۲ کادري کارکوونکي دي، چې په ټولیز ډول ۱۴زره او ۴۹۸ کسان کېږي.

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS