د کمال خان بند د پرانیستې په ویاړ ننګرهار پوهنتون کې علمي سیمینارونه جوړ شوه

baqir_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۶ - ۱۱:۳۲
ل

په پام کې ده چې د کمال خان بند د پرانیستې په ویاړ ننګرهار پوهنتون کې علمي سیمینارونه، مناظرې، د مقالو لیکلو سیالۍ او نور پروګرامونه جوړ شي.

(زمونږ اوبه زمونږ ابرو ده) تر سرلیک لاندې یاد پروګرامونه به د پوهنتون د تدریسي بهیر له پیل سره سم په بېلابېلو پوهنځیو کې جوړ شي.

په همدې موخه د ننګرهار پوهنتون د رییس په مشرۍ مشورتي غونډه جوړه شوې وه، چې د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د کرنې، انجنیرۍ، اقتصاد او شرعیاتو پوهنځیو رییسانو، استادانو، د فرهنګي کمېټې مشر او ځینو اداري آمرینو په کې برخه لرله.

د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رییس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال وویل: "د لوړو زده کړو وزارت له لارښوونې سره سم د کمال خان بند د پرانیستې په ویاړ د هېواد د اوبو سرچینو مدیریت او مهارولو د ارزښت په اړه به په ننګرهار پوهنتون کې علمي سیمینارونه، مناظري، د مقالو لیکلو او لوبو سیالۍ او د عامه پوهاوي نور پروګرامونه ترسره شي."

نوموړي د غونډې برخوالو ته سپارښتنه وکړه، چې د پوهنتون درسي بهیر دې د (زمونږ اوبه زمونږ ابرو ده) او (اوبه د افغانستان پانګه ده) په شعار سره پیل کړي.

د پوهنتون رییس د اړوندو پوهنځیو د مسوولینو او استادانو یوه لس کسیزه کمېټه وټاکله، چې د یادو چارو د ښه ترسراوي په موخه اړین چمتووالی ونیسي او راپور یې د پوهنتون د مشرتابه سره شریک کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شو

 

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د روژې مبارکه میاشت د صبر، اخلاص او صدقې میاشت ده او پکار ده چې د اسلام د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۸:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

دغه هوکړه لیک چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري لاسلیک شوی دی. د دواړو نهادونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۶:۳۶
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتواته سره وکتل.

 

محترم سرپرست وزیر د یوناما مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل خوښ یم چې د افغانستان واقعي وضعیت له نېږدې وینی. او دا ډېره مهمه ده څو نړیوالو ته د افغانستان ریښتینی حالت ورسېږي.

. . .

BACK TO NEWS