د (کمال خان بند پرانیستنې په ویاړ د افغانستان د اوبو مدیریت او مطالعې) تر سرلیک لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس جوړ شو

د کابل پوهنتون په نوښت او د ولسمشرۍ عالي مقام په هدایت د لوړو زده کړو وزارت کې د (کمال خان بند د پرانیستنې په ویاړ د افغانستان د اوبو مدیریت او مطالعه) تر سرلیک لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس جوړ شو.
په دغه کنفرانس کې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون مشرتابه پلاوي په حضوري توګه او یوشمېر ښکېلو ادارو استازو، استادانو او زدکړیالانو په آنلاین توګه ګډون کړی و.
یاد کنفرانس د کابل پوهنتون د مشر پوهاند ډاکټر محمد عثمان بابري په وینا سره پیل شو. هغه په هېواد کې د اوبو او د اوبو سرچینو اهمیت ته په اشارې سره وویل چې په اوسني وضعیت کې د اوبو موضوع بېلابېل روغتیایي، ټولنیز، اقتصادي او سیاسي اړخونه لري او د هېواد ټول پوهنتونونه باید د خپلو کاري صلاحیتونو څخه په ګټې د افغانستان لپاره د لیدلورو او ستراتېژیو پر جوړولو کار وکړي.
د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر د کمال خان بند د پرانیستنې په ویاړ د ورته علمي او څېړنیز کنفرانس جوړولو په برخه کې د کابل پوهنتون نوښت او ګام وستایه او په افغانستان او نورو هېوادونو کې د اوبو اهمیت، د اوبو کموالي پایلو، د اوبو مدیریت باندې د اقلیمي اغېزو، د اوبو له سرچینو څخه د ګټې اخیستنې او د کمال خان بند اهمیت په اړه وینا وکړه.
ډاکټر عباس بصیر وویل:"د کمال خان بند دا فرصت موږ ته برابروي چې موږ یو ځل بیا د هېواد د اوبو ظرفیت بېلابېل اړخونه له علمي نظره مطالعه کړو."
نوموړي په تحصیلي بنسټونو کې پر څېړنیزو پروګرامونو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د لوړو زده کړو وزارت له روزنیز محوره نظام څخه د څېړن محوره هغه په لوري روان دی او په وینا یې هڅه کوي چې په تحصیلي بنسټونو کې په ټولو برخو کې په تېره بیا د اوبو په برخه کې ورته علمي او څېړنیز پروګرامونه جوړ کړي.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د اوبو مدیریت اهمیت او دې برخې ته د ولسمشرۍ عالي مقام پاملرنې ته په اشارې سره د اوبو مدیریت او د هېوادونو په اقتصاد یې د اغېزو او په افغانستان کې د اوبو د څېړنو ملي مرکز رامنځته کولو په برخه کې د ترسره شویو هڅو په اړه وینا وکړه.
نوموړي وویل چې د ولسمشرۍ عالي مقام د هدایت پر بنسټ د هېواد ټولو پوهنتونونو ته هدایت ورکړل شو چې د اوبو اړوند موضوعاتو په هکله علمي او څېړنیز علمي مقالې چمتو کړي چې له نېکه مرغه تر اوسه شاوخوا ۵۰ مقالې راټولې شوي چې تر ارزونې وروسته به چاپ شي.
همدارنګه په دغه کنفرانس کې د څلور څېړنیزې مقالې هم وړاندې شوې:
۱- د کمال خان بند رغول د هیرمند اوبو په هکله د ۱۳۵۱ تړون پلي کېدو لپاره یوه اړتیا؛ د پوهندوی نجیب آقا فهیم لیکنه،
۲- د افغانستان په اوبو باندې اقلیمي بدلون اغېزې، د پوهاند عبدالغیاث صافي لیکنه،
۳- د هلمند حوزې د اوبو سرچینې، د پوهاند محمد نعیم اقرار لیکنه،
۴- د هلمند اوبو تړون له لاسلیکه تر پلي کېدو، ننګونې او حل لارې؛ د پوهندوی نجیب آقا فهیم لیکنه.
د کنفرانس په پای کې د کابل پوهنتون د استادانو د دوه کتابونو مخکتنه هم وشوه:
۱ – د افغانستان د اوبو بنسټونو جوړښت او سیاست سرچینې، د پوهاند محمد نعیم اقرار لیکنه،
۲ – د بندونو پلان جوړونه او ډیزاین، د پوهنوال دکتور عبدالقیوم کریم لیکنه.