د کمپیوټر د شبکو د نظارت او امنیت په اړه روزنیز ورکشاپ د لوړوزده کړو په وزارت کې جوړشو

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۴ - ۱۰:۲۳
ورکشاپ تحقیقی

لوړو زده کړو وزارت کې د ۲۲ دولتي پوهنتونو تخنيکي مسوولينو لپاره په پوهنتونو کې د کمپیوټري شبکو د څارنې او امنیت زده کړه ییز ورکشاپ تر سره شو.

د دې ورکشاپ ګډون کوونکي به د پنځو ورځو په ترڅ کې د اړوندو پوهنتونو د انټرنیتي شبکو د مصئونولو او پراختیا په برخه کې زده کړه وویني.

د لوړو زده کړو مالي او اداري مرستیال دوکتور احمد سیر مهجور د معلوماتې ټيکنالوژۍ ریاست ددې اقدام څخه د مننې وړاندې کولو په ترڅ کې په پوهنتونو کې د آی ټې د تخنیکي کارمندانو د وړتياوو لوړول یو اړین امر وبلل په پوهنتونو کې د معلوماتي ټيکنالوژي رول او د لوړو زده کړو د کیفیت په لوړولو کې د یادې ټيکنالوژي اثر کولو ته په اشارې سره د دې ورکشاپ له پر مخ وړونکو څخه وغوښتل چې کوم څه چې په دې ورکشاپ کې زده کوي په عمل کې پلي کړي، د خپلو تحصیلي بنسټونو د انټرنټي سيسټمونو مصئونیت او اعتبار لوړ کړي.

همدا ډول د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتې ټيکنالوژۍ رئیسې پوهنملې شکريه جمال په پوهنتونو کې د معلوماتي ټيکنالوژۍ په ډګر کې د پرمختګونو په تړاو خبرې وکړې ویې ویل چې د معلوماتي ټيکنالوژۍ پیاوړتیا ته توجه کول او له ټيکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې د لا ښو فرصتونو برابرول ددې لامل ګرځي چې د څیړنو، نوښتګرۍ، علم را مینځته کولو او په تحصيلي بنسټونو کې د نورو اکاډیميکو خدمتونو مثبتې آسانتياوې او بدلونونه را مینځته شي.

هغې په پوهنتونو کې د معلوماتي ټيکنالوژۍ د تخنيکي مسوولينو روزنه د یادو بنسټونو د کمپيوټري شبکو د لا ښه مدیریت او تنظیم په موخه اړین وبلل د ورکشاپ له ګډون کوونکو څخه یې وغوښتل چې د ورکشاپ له زده کړه ییزو برنامو څخه لویه ګټه پورته کړي.

ورکشاپ تحقیقی

د يادولو وړ دی چې د ورکشاپ ګډون کوونکي له لازمو زده کړو او خپلو اړوندو تحصیلي بنسټونو ته له بیرته تللو وروسته مکلف دي چې ټول هغه څه یې چې د انټرنیټ د امنیت، تنظیم او مدیریت په برخو کې زده کړي خپلو نورو کارمندانو ته د کورسونو د جوړولو له لارې ولیږدوي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS