د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکولو سرپرست رئيس او پلاوي په کندهار کې د اناستو پوهنتون څخه ليدنه وکړه

Akmal_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲ - ۶:۴۰
د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکولو سرپرست رئيس او پلاوي په کندهار کې د اناستو پوهنتون څخه ليدنه وکړه

د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکولو سرپرست رئيس او پلاوي په کندهار کې د اناستو پوهنتون څخه ليدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکولو سرپرست رئيس شاکر وحيدي او ورسره پلاوي، په داسې حال کې چې د کندهار پوهنتون مالي او اداري مرستیال انجنير محمد ناصر نېکزاد هم ورسره ملتيا کوله، د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناستو) څخه ليدنه وکړه.

ښاغلي شاکر وحيدي د اناستو پوهنتون پر اهميت خبرې وکړې او ډاډ يې څرګند کړ، چې د لوړو زده کړو وزارت د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکولو رياست له خوا به د یاد پوهنتون سره د اړېکو پر ټېنګښت او په ځانګړي ډول د کيفيت د تضمين مرکز سره د بشري سرچينو په برخه کې همکاري ترسره شي.

بل لورته د یاد پوهنتون د رهبرۍ له خوا د اناستو پوهنتون د تاسيس پر تاريخچه، لاسته راوړنو، ننګونو او راتلونکو پلانونو اړوند معلومات وړاندې شول.

همداشان د دې ليدنې په وروستیو کې د کيفيت د تضمين مرکز، څېړنيز مرکز، پي ډي سي مرکز، لابراتوار او کتابتون څخه هم ليدنه ترسره شوه.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کازان نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو لوړ رتبه پلاوي د روسیې د پوهنې وزارت له معین سره د علمي همکاریو، پراخېدو په اړه خبرې وکړې 

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ‌ضیاءالرحمن الاریوبي، د پوهنې وزارت معین مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل پلاوي د خپل رسمي سفر په لړ کې د فدراتیف روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

BACK TO NEWS