د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو ریاست د خپلو کاري طرزالعملونو او د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو له معیارونو سره سم، تر دې دمه ۸ دولتي او ۶ خصوصي پوهنتونونو ته اعتبار لیکونه ورکړي دي

Akmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۱ - ۱۳:۳۷
Aa

د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو ریاست د خپلو کاري طرزالعملونو او د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو له معیارونو سره سم، تر دې دمه ۸ دولتي او ۶ خصوصي پوهنتونونو ته اعتبار لیکونه ورکړي دي.
دغه راز د ۲۲ دولتي او د ۶۱ نورو خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو پروسې بېلابېل پړاونه په دې ریاست کې دوام لري.
د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو ریاست د هېواد په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو د معیارونو د پلي کولو په موخه د لوړو زده کړو د لوړ کیفیت بنسټونو د لرلو لپاره کار کوي.
دا ریاست د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو په چوکاټ کې د هېواد د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو د کیفیت تضمین او اعتبار ورکولو لپاره ۱۱ اساسي معیارونه او ۴۹ فرعي  معیارونه لري.
یاد ریاست د تقنیني اسنادو، کاري طرزالعملونو او اکادمیک معیارونو پر بنسټ چارې مخته وړي.
دا اداره په پام کې لري چې د لوړو زده کړو ټول پوهنتونونه او موسسې، دولتي او خصوصي دواړه تر پوښښ لاندې راولي، ترڅو کیفیت ښه کړي او د زده کړې معیار لوړ کړي.
راتلونکی کال به دغه ریاست په هېواد کې ۵۰ پوهنتونونه او د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو موسسې، د بیا کتنې پلان نه وړاندې او د بیا کتنې پروسه کې شامل کړي.
یاد ریاست په پام کې لري چې د ۵۵ پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو د کیفیت د تضمین له فعالیتونو څخه هم لیدنه وکړي چې تر اوسه د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو په پروسه کې نه دي شامل شوي.
دغه راز د هېواد د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د کیفیت د لوړولو په موخه یې د هېواد د زونونو په کچه د پوهاوي او زده کړې ورکشاپونه هم پلان کړي، چې د هېواد په درېیو زونونو (هرات، کندهار او ننګرهار ) کې ترسره شوي هم دي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کازان نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو لوړ رتبه پلاوي د روسیې د پوهنې وزارت له معین سره د علمي همکاریو، پراخېدو په اړه خبرې وکړې 

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ‌ضیاءالرحمن الاریوبي، د پوهنې وزارت معین مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل پلاوي د خپل رسمي سفر په لړ کې د فدراتیف روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

BACK TO NEWS