د کیفیت د تضمین او اکاډمیک اعتبار ورکولو مقررې طرحه تایید شوه

baqir_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۴:۳۵
g

د کابینې قوانینو کمېټې غونډه د ولسمشر دویم مرستیال او د دې کمېټې رییس جلالتماب قانونپوه استاد سرور دانش په مشرۍ جوړه شوه.

په دې غونډه کې لومړی د لوړو زده کړو موسسو د کیفیت د تضمین او اکاډمیک اعتبار ورکولو مقررې د طرحې بېلابېل اړخونه وڅېړل شول.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي وویل چې د مقررې دغه طرحه د لوړو زده کړو موسسو د ادارې فعالیت د څرنګوالي او د کیفیت د تضمین او اکاډمیک اعتبار ورکولو بورډ د تنظیمولو، د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو له معیارونو سره سم د کیفیت لرونکی او اغېزناک تحصیلي خدمتونو لار هوارول، د پلي کولو پروسې اسانه کولو، د لوړو زده کړو په موسسو کې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو معیارونو ترویج او بڼسټیز کول او په لوړو زده کړو موسسو کې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو معیارونو پلي کولو فرصت برابرولو په موخه ترتیب او چمتو شوې ده.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو رییس پوهندوی ډاکټر محمد نعیم عظمي د علمي څېړنو ترسره کولو څرنګوالي، د اعتبار ورکولو چلنلارو، د لوړو زده کړو بنسټونو او موسسو د اعتبار ورکولو د پروسې اوسني وضعیت او د اعتبار ورکولو شرایطو، د برنامې د شرایطو او اعتبار ورکولو پړاونو او د لووړو زده کړو موسسو د ارزونې په اړه د غونډې غړو ته معلومات ورکړل.

د غونډې غړو د کیفیت د تضمین او اکاډمیک اعتبار ورکولو بورډ اصطلاحاتو، جوړښت او د کیفیت د تضمین او اکاډمیک اعتبار ورکولو بورډ د دندو ، د برنامې د اعتبار ورکولو د شرایطو او پړاونو او دلوړو زده کړو موسسو د ارزونې په اړوند د خبرو او د نظر تبادلې وروسته، د مقررې یاده طرحه تایید کړه.

په دې غونډه کې پریکړه وشوه چې د عدلیې وزارت تر نظر لاندې او د لوړو زده کړو وزارت استازو، د طبي شورا او د لوړو زده کړو موسسو او خصوصي پوهنتونونو اتحادیې د استازو په شتون کې یوه ځانګړې غونډه جوړه شي او ټولې مطرح شوي اصلاحي ټکي چې د کمېټې د غړو لخوا مطرح شوي دي او د مقررې په متن کې درج شي او بیا وروسته دغه طرحه د کابینې غونډې ته وړاندې کړئ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS