د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د وزارت د مرکزي څانګو د معلوماتي ڼکنالوژۍ د تجهیزاتو د تهیه او تدارک پروژه

baqir_admin
ل

Publish Date

Closing Date

داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE /1400/G-1964 

لوړو زده کړو وزارت ټولو په شرایط برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د  ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د وزارت د مرکزي څانګو د معلوماتي ټکنالوژۍ د تجهیزاتو د تهیه او تدارک پروژې په پروسه کې ګډون وکړي، خپل آفرونه دې د شرطپاڼې شرایطو، د ا. ا. ج د تدارکاتو قانون او چلنلارې سره سم په سرتړلې بڼه وړاندې کړي.

د اړوند شرطپاڼې ترلاسه کول:

له  www.npa.gov.af ، www.ageops.net ويبپا‌ڼې او د لوړو زده کړو وزارت د تدارکانو ریاست څخه ترلاسه کړئ او د آفرونو سپارلو نېټه د ۲۲/۴/۱۴۰۰ د سهار ۱۰ بجو پورې تر سره کېږي چې د آفر سپارلو وروستۍ نېټه ده. ناوخته رارسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفرونو پرانیستغونډه د ۱۴۰۰/چنګاښ/ ۲۲مه نېټه د سې ‌شنبې ورځ د سهار په ۱۰ بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستلو سالون کې ترسره کېږي چې کارته چهار، درېیمه ناحیه، کابل، افغانستان کې موقعیت لري.

د آفر تضمین:

د آفر تضمین د بانکې ګرنټي په بڼه(485,400) څلور سوه پنځه اتیا زره او څلور سوه افعانۍ دی.

د آفر تضمین باید د آفر د اعتبار مودې څخه ۲۸ ورځې ډېر وي، یانې د آفر پرانیستلو له نېټې څخه تر ۲۸ ورځو پورې د اعتبار وړ وي.

د بانک تضمین دې د شرطپاڼې د اتمې برخې سره سم د بانکي تضمین فورم په کارولو سره وړاندې شي چې د تضمینونو فورمونه پکې شامل دي. د اړوند پروژې د داوطلبۍ شمېره، نېټه، اندازه او د هغې ټول متنونه باید کره وي کومه قلمي تېروتنه ونه لري.

د آفر تضمین باید د هغه شرکت د نوم لاندې چمتو شي چې د شرکت په جواز کې لیکل شوی، د هغې کاپي او سکن د منلو وړ نه دی او اصلي نسخه یې باید وسپارل شي. که چېرې غوښتونکي ګډ وي نو د آفر تضمین باید د شریک په نوم چمتو شي او د شریکانو مهر او لاسلیک اړین دی.

یادونه: که چېرې د داوطلبۍ خبرتیا نېټې او د داوطلبۍ اسنادو ترمنځ توپیر وي نو په شرطپاڼه کې ټاکل شوې نېټه د اعتبار وړ ده او د داوطلبۍ څخه مخکې غونډه به په د ۱۲/۴/۱۴۰۰مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست د غونډو په سالون کې جوړېږي.

د اړیکې شمېره:  ۰۲۰۲۵۱۴۰۷۸

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۸:۱۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو اړوند اداري بستونو د تحریري ازموینې د پایلو اعلان جدول له لاندې لینک څخه ترلاسه کولای شئ.

 

 

لینک
نوټ: هغه کسان چې په تحریري ازموینه کې بریالي شوي د دغه وزارت بشري سرچینو ریاست له لوري به د مصاحبې (انټرویو) لپاره راوغوښتل شي.

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۵:۲۷
Background image

د عالمیې مرحلې د متفرقه ازموینې په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!


د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست په پلان کې لري، چې د ټولو هغو علماء کرامو څخه چې د عالمیې مرحلې د اسنادو د ارزونې او معادلت په موخه د شعبان المعظم میاشتې د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۷:۲۰
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د څېړني، تاليف او ژباړې ریاست کمپيوټرونو او برښنا ذخیرې تهیه . . .

Back to announcements

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۹:۱
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د ۱۴۰۳ هـ ش مالي کال د وزارت مرکز جنراتورونو او وسايطو لپاره دوه ډوله تېلو(ډيزل او پټرول) او ۲۸ قلمه روغنیاتو او فلتر بابو تهیه او تدارک پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/G . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۰:۸
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون کرنې پوهنځي درسي کتابونو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1402/NCB/G-99
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۰:۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون کرنې پوهنځي لابراتواري وسایلو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1402/NCB/G-103  
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته . . .

Back to tenders