د ۱۶ ولایتونو تحصیلي بنسټونه رخصت شول

baqir_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۱۲:۲۵
ل

لوړو زده کړو وزارت تر خپلې وسې هڅه وکړه چې د لوړو زده کړو بنسټونه رخصت نه شي، خو د کرونا د مثبتو پېښو په زیاتېدو او د روغتیا وزارت د پرېکړې پر بنسټ یې د ۱۶ ولایتونو تحصيلي بنسټونه رخصت کړل.

دغه ټکی د حکومت د رسنیو په مرکز کې د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د ښوونې او روزنې او روغتیا وزیر سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې څرګند کړ.

هغه وویل: «د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه شورا پرېکړه وکړه چې د روغتیا وزارت د پرېکړې او وقایوي تدابیرو په موخه د ۱۶ ولایتونو دولتي او خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې دوې اوونۍ رخصت دي."

هغه زیاته کړه چې لوړو زده کړو وزارت د زده کړو په اړه د زدکړیالانو اندېښنې ته پام دی، خو د دوی د ځان ساتنه له هر څه ورته مهمه ده. دغه راز یې له هغو ۱۶ولایتونو چې قرنطین شوي نه دي، وغوښتل چې خپل درسونه له تدابیرو او د روغتیا وزارت سپارښتنو ته په پام سره په منظم ډول دوام ورکړي

دوکتور بصیر د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د حالت په دوام سره لوړو زده کړو وزارت، د زدکړیالانو د درسونو په اړه کوم پروګرامونه په پام کې لري، وویل؛ چې دغه وزارت د کرونا لومړي او دویمې څپې تجربو پر بنسټ په انلاین زده کړو تر پخوا زیات کار کړی او د یادو ولایتونو تحصیلي بنسټونو ټولو استادانو ته سپارښتنه شوې چې خپل درسې توکي د دوو اونیو لپاره قرنطین او په دوام سره یې په دې برخه کې لازم تیاری ولري.

لوړو زده کړو وزیر په دغه کنفرانس کې له دې امله له روغتیا وزارت څخه مننه وکړه، چې په هېواد کې یې له کرونا ویروس سره مبارزه کړې او ویې ویل چې لوړو زده کړو وزارت به د اړتیا پر مهال خپل ټول تاسیسات او امکانات، پر کرونا ویروس اخته ناروغانو لپاره د روغتیا وزارت په واک کې ورکړي.

دغه راز هغه د روغتیا وزارت له سرپرست څخه وغوښتل، چې د هېواد تحصیلي بنسټونو ټول استادان او زدکړیالان د کرونا واکسین په پروسه کې شامل کړي، چې د روغتیا وزارت سرپرست هم په دغه برخه کې ژمنه ورسره وکړه.

په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې د روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح د وقایوي تدابیرو په هېواد کې د کرونا ویروس پېښو او زیاتېدو لاملونو په اړه خبرې وکړې.

هغه وویل چې په دغه برخه کې ټولې ادارې له موږ سره همکارې وې او دغه وزارت د پخوا په پرتله ښه ظرفیت او توانایي لري. هغه زیاته کړه، چې روغتیا وزارت د کابل په څلورو برخو کې د کرونا ناروغانو لپاره روغتیایي مرکزونه ځانګړي کړي، چې د اړتیا پر مهال به خپل بسترونه زیات کړي.

د روغتیا وزارت سرپرست د هېواد له ټولو ښاریانو وغوښتل چې د روغتیا وزارت سپارښتنو او خبرداریو ته جدي پام وکړي او له کرونا ویروس سره د مبارزې په پار د دغه وزارت همکار واوسي.

همدارنګه په دغه کنفرانس کې د ښوونې او روزنې وزارت سرپرستې رنګینې حمیدي، د ښوونځيو د رخصتېدو په پار د روغتیا وزارت د پرېکړې هرکلی وکړ او د دغه وزارت د تدابیرو په اړه یې معلومات ورکړل.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو لوړ رتبه پلاوي د روسیې د پوهنې وزارت له معین سره د علمي همکاریو، پراخېدو په اړه خبرې وکړې 

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ‌ضیاءالرحمن الاریوبي، د پوهنې وزارت معین مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل پلاوي د خپل رسمي سفر په لړ کې د فدراتیف روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

BACK TO NEWS