د ۳۳ پوهنتونونو، خصوصي او دولتي موسسو د بیا کتنې پروسه پیلیږي

ټاکل شوې ده چې تر يوې اونۍ پورې به د اعتبار ورکولو او کیفیت د تضمین په چوکاټ کې د هېواد د ۳۳ دولتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو بیا ارزونه پيل شي.
له همدی کبله د لوړو زده کړو په وزارت کې د لوړو زده کړو د بنسټونو د بيا کتنې د طريقو او کيفيت د تضمين د چوکاټ پېژندنې او اعتبار ورکولو د ارزوونکو لپاره؛ نن څلور ورځنی روزنيز ورکشاپ جوړ شو.
د ورکشاپ د پيليزې په مراسمو کې د لوړو زده کړو نوماند سرپرست وزير دوکتور عباس بصیر، په تحصيلي نظام کې د کيفيت لوړوالی د لوړو زده کړو وزارت د فعاليتونو محور او اصلي اړتیا وبلله.
د لوړو زده کړو نوماند سرپرست وزير په تحصيلي بنسټونو کې د زده کړو او تدريس بنسټيز هدف، د افغانانو د ژوندانه د ښه والي له پاره په بېلابېلو ټولنيزو، اقتصادي او علمي برخو کې د تدريجي بدلونونو راوستل وبلل او زياته يې کړه چې پوهنتونونه بايد د خصوصي او دولتي سکتورونو له پاره د خلاقيت او نوښت سرچينه او مصدر وي.
نوموړي همداراز د لوړو زده کړو وزارت د کيفي لوړتيا په برخه کې د دې وزارت هڅو ته په اشارې سره وويل چې د ۳۳ دولتي او خصوصي تحصيلي بنسټونو بیا ارزونه د دې بنسټونو د ورځ په ورځ ښه کېدو ښودونکې ده او په تازه اقداماتو سره به دا بهير پراخه کړو
د لوړو زده کړو سرپرست وزير د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکولو د رياست او د دوی هڅې چې تر دې دمه يې د کيفيت د ښه والي له پاره کړې دي د ستاينې تر څنګ وويل چې نړۍ د ډېر چټک بدلون پر حال کې ده او موږ بايد د تدريجي او تلپاتې اصلاحاتو له پاره دقيق او سنجول شوی پروګرام ولرو.
همداراز د لوړو زده کړو وزارت د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکولو رييس پوهندوی دوکتور محمد نعيم عظيمي د روزنيز ورکشاپ، د جوړولو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې د دې ورکشاپ هدف د ارزوونکو روزنه او د ارزونې او ارزښت ورکولو د بهير په معيارونو يې پوهېدل دي.
نوموړي زياته کړه چې د بياکتونکو کار د لوړو زده کړو د موسسو، د پوهنتونونو د خپلواکۍ او کيفيت، د زيربناوو پر شاخصونو او مميزاتو ولاړ دی او دلته روزل کېږي چې پوهنتونونو ته د نومره ورکولو د بهير پر څرنګوالي او له نوو شاخصونو سره چې پکې شامل دي د معيارونو د اصل په رعايت کولو سره بنسټيز شي.
نوموړي وويل چې د کرونا ويروس د خپرېدو له کبله د کال لومړۍ ارزونه د کال له وروستۍ ارزونې سره يو ځای شوه او د شنبې له ورځې به د بيا ارزونې ډله خپل کار پيلوي. نوموړي زیاته کړه ټاکل شوې ده چې په روان کال کې به ۳۳ دولتي او خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې بيا وارزول شي.
دوکتور عظيمي زياته کړه چې د ۱۶۵ رسمي بنسټونو له ډلې، د لوړو زده کړو موسسې او پوهنتونونه له اعتبار ورکولو سره تړل شوې نه دي چې د دوی تړل کېدل به په تشويقي او د لارښوونې په اقداماتو سره وشي.
د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکولو رييس وويل، له دې وړاندې کندهار، هرات، کابل، د کابل طبي علومو پوهنتون، کاتب، کاردان او افغان امريکايي پوهنتون د اعتبار ورکولو سندونه تر لاسه کړي وو؛ خو ياد پوهنتونونه هم بيا ارزول کېږي او په دې بيا ارزونه کې د معيارونو د پلي کېدو کچه په پام کې نيول کېږي چې دا خپله د يادو پوهنتونونو د درجې په بدلون کې بنسټيز رول لرلای شي.