د (۴) لاټو په شمول د شلو تحصیلي بڼسټونو لپاره د مسلکې پراختیا مرکز(PDC ) د جوړولو پروژه
Publish Date
Closing Date
داوطلبې ته د بلنې شمیره: (MOHE/ 98 /NCB/G-071)
لوړو زده کړو وزارت ټولو شرایطو بشپړونکو دواطلبانو ته بلنه ورکوي چې په داوطلبانه توګه سره د (۴) لاټو په شمول د شلو تحصیلي بڼسټونو لپاره د مسلکې پراختیا مرکز(PDC ) د جوړولو پروژه کې ګډون وکړي او د اړوندې شرطپاڼې نقل دې په وړیا ډول په فلش یا ډیسک کې د لوړو زده کړو وزارت، تهیه او تدارکاتو ریاست څخه وړیا تر لاسه کړي. خپل آفرونه دې د شرطپاڼې او د قانون او تدارکاتو طرزالعمل سره سم په تړلې بڼه د اعلان خپرېدو نيټې څخه تر ۲۱ ورځو پورې د لوړو زده وزارت، تهیه او تدرکاتو ریاست، څلورمه کارته- درېیمه ناحیه- کابل افغانستان ته وسپاري. وروستي رسیدلي آفرونه او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي. د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه د لومړي لاټ لپاره ۵۰۰۰۰۰ پنځه سوه زره افغانۍ، د دویم لاټ لپاره ۳۰۰۰۰۰ دری سوه زره افغانۍ،د دریم لاټ لپاره ۶۰۰۰۰۰ ښپږ سوه زره افغانۍ، د څلورم لاټ لپاره ۶۰۰۰۰۰ شپږ سوه زره افغانۍ چې د څلورو لاټو مجموعې قیمت (۲۰۰۰۰۰۰) دوه میلیونه افغانۍ دي. د افر پرانیست غونډه د لوړو زده کړو وزارت د تهیه او تدارکاتو په ریاست کې جوړېږي.