شيخ زايد پوهنتون اداري او تدریسي روغتون ۲۴ خالي بستونو لپاره له ۲۲۹ نوماندانو څخه رقابتي آزموينه واخيستل شوه.

د آزموینې په پرانیستغونډه کې د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس او د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي مشر انجنیر روح الله روحاني، د آزموینې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د آزموینې پروسه په پوره روڼتیا سره ترسره او پاتې مرحلې به یې هم په شفافه توګه بشپړې شي. نوموړي زیاته کړه چې د وزارت په کچه کمیټې ورته جوړې شوې دي او په پوره صداقت سره به پایلې اعلان شي.
همدارنګه د شيخ زاید پوهنتون علمي مرستيال سيد اسماعيل روحاني د آزموینې پروسې په اړه خبرې وکړې او زياته یې کړه، چې لوړو زده کړو وزارت مسلکي کسانو ګومارلو ته پوره ژمن دی.