شیخ زاید پوهنتون د خپل تدریسي روغتون د نرسینگ خالي بستونو لپاره له شاوخوا ۱۵۰ تنه نارینه او ښځینه داوطلبانو څخه په جلا جلا توګه ازموینه واخیسته.

Akmal_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳۱ - ۹:۱۲
پوهنتون شیخ زاید خوست برای بست های خالی بخش نرسینگ شفاخانه کادری خویش، از نزد حدود 150 تن داوطلب ذکور و اناث بصورت جداگانه امتحان اخذ نمود.

۱۹/۹/۱۴۴۳

31/1/1401

شیخ زاید پوهنتون د خپل تدریسي روغتون د نرسینگ خالي بستونو لپاره له شاوخوا ۱۵۰ تنه نارینه او ښځینه داوطلبانو څخه په جلا جلا توګه ازموینه واخیسته.

د نوموړي پوهنتون رئیس انجنیر همایون معاویه ازموینې ګډونوالو ته د ازموینې د پوره شفافیت په اړه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې شیخ زاید پوهنتون د خپل کادري روغتون لپاره شاوخوا ۱۴۸ طبي ، اداري او خدماتي بستونه د غوره او په کار پوه کادرونو د جذب په موخه اعلان کړي دي.

په یاده ازموینه کې له ۱۰۴ نارینه داوطلبانو او ۵۱ ښځینه وو داوطلبانو له جملې څخه به یې ۲۶ نارینه او ۳۰ تنه ښځینه داوطلبان د نرسینګ په برخه کې د شیخ زاید پوهنتون په تدریسي روغتون کې جذب شي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۷:۳۵
Background image

داوطلبۍ فرصتونو ته د خصوصي سکتور لاسرسي پروګرام په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې پر لیکه (آنلاین) د خصوصي سکتور اړوند محترمو شرکتونو ته داوطلبۍ فرصتونو ته د لاسرسي پروګرام پر لاره واچوي.
ټول . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په مشرۍ د امارتي تحصیلي نهادونو له نشراتي مسؤلینو سره د همغږۍ انلاین ناسته وشوه

 

یاده ناسته چې د لوړو زده کړو وزارت اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو ریاست له لوري تنظیم شوې وه، د یاد ریاست رئیس، د وزارت ویاند، د اطلاعاتو او نشراتو امر او د عامه اړیکو امر پکې ګډون. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۲:۵۰
Background image

د یوې ټولنې مادي او معنوي پرمختګ په زده کړو پورې تړلی او د زده کړو بنسټیز عنصر تعلیمي او تحصیلي نصاب دی

 

د هېواد تحصیلي نهادونو کرنې څانګو دویم ګروپ د لسو څانګو دویم پړاو کلسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي وویل چې د یوې ټولنې مادي او معنوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۹:۱۰
Background image

د پوهنتونو لابراتوارونو فعالولو لپاره د ۲۷۰ میلیونو افغانیو په ارزښت لابراتواري وسایل وپېرل شول

لوړو زده کړو وزارت د یو بې ساري ګام په ترڅ کې د ټولو اړوندو امارتي تحصیلي نهادونو د ښوونې او روزنې او ساینس پوهنځيو لپاره مجهز او په عصري وسایلو سمبال لابراتوارونو فعالولو په موخه، د. . .

BACK TO NEWS