شیخ زاید پوهنتون کې د پایلو پر بنسټ مېتودونو (OBE/SCL) په تړاو ورکشاپ جوړ شو

baqir_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۳ - ۱۰:۱۵
g

د شیخ زاید پوهنتون مسلکي پراختیا مرکز (Professional Development Center) کې د پایلو پر بنسټ مېتودونو یا شاګرد محوره زده کړو ( Outcome Based Education/Student Center Learning- OBE/SCL)  په تړاو ۱۲ ورځنی ورکشاپ پیل شو.

 د ورکشاپ په پیل کې د علمي چارو مرستیال پوهندوی شفیع ګل شفیقي د ورکشاپ د ارزښت په اړه خپل نظریات ګډونوالو ته واورول او ټینګار یې وکړ چې د موضوع مهم والي ته په کتو؛ باید هر ګډونوال په ذهني او فزیکي ډول په ټولګي کې حاضر وي.

 د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال فیض الله فیض د ورته ورکشاپونو په جوړېدو خوښي وښوده او ډاډ یې څرګند کړ چې د هغو پروګرامونو چې د استاد او شاګرد د علمیت بډایه کېدو سبب ګرځي، تل مالي او اداري ملاتړ کوي.

په پوهنتون کې د Higher Education Development   Program (HEDP) مسوول الهام حیدروال زیاته کړه چې دا ورکشاپ به د لوړو زده کړو وزارت د پراخیتایي پروګرام په همکارۍ ۱۲ ورځې دوام ولري چې دوه ورځې یې د E-Learning  او Belended Learning ته ځانګړې شوې دي.

 په ‌دې ورکشاپ کې هغه ۲۵ استادان ګډون لري چې د تر دې دمه یې په OBE/SCL کې برخه نه وه اخیستې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شو

 

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د روژې مبارکه میاشت د صبر، اخلاص او صدقې میاشت ده او پکار ده چې د اسلام د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۸:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

دغه هوکړه لیک چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري لاسلیک شوی دی. د دواړو نهادونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۶:۳۶
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتواته سره وکتل.

 

محترم سرپرست وزیر د یوناما مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل خوښ یم چې د افغانستان واقعي وضعیت له نېږدې وینی. او دا ډېره مهمه ده څو نړیوالو ته د افغانستان ریښتینی حالت ورسېږي.

. . .

BACK TO NEWS