شېخ زاید پوهنتون کې د ظرفیت لوړونې په پار د کمپیوټري زده کړو درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

baqir_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۹ - ۴:۲
g

د شېخ زاید پوهنتون معلوماتي ټکنالوژۍ ITC مرکز کې اداري کارکوونکو ته د کمپیوټر اړوند مهارتونو په موخه درې ورځنی ورکشاپ د ITC آمریت کارکوونکو لخوا پیل شو چې په یاده برخه کې یې کابل مرکز کې ټرېنینګ اخیستی و.

په دې پروګرام کې د کمپیوټر اساسي او ورځني دفتري کارونو د اجرا زده کړې شاملې دي چې په مټ به یې د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د کمپیوټر په کارولو کې مهارت ورکړل شي.

د شېخ زاید پوهنتون اداره وخت په وخت د خپلو اداري کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې لپاره ورته پروګرامونه په کار اچوي ترڅو دفتري چارو کې چټکتیا رامنځ ته شي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو لوړ رتبه پلاوي د روسیې د پوهنې وزارت له معین سره د علمي همکاریو، پراخېدو په اړه خبرې وکړې 

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ‌ضیاءالرحمن الاریوبي، د پوهنې وزارت معین مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل پلاوي د خپل رسمي سفر په لړ کې د فدراتیف روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

BACK TO NEWS