علمي معین د علي اباد او کابل صدري – قلبي تدریسي روغتونو څخه لېدنې ترسره کړې.
علمي معین د علي اباد او کابل صدري – قلبي تدریسي روغتونو څخه لېدنې ترسره کړې.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا د یادو روغتونو څخه د لېدنې پرمهال له ناروغانو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
ښاغلي خیرخوا یادو ناروغانو ته د الله ج له درباره د روغتیا او سلامتیا غوښتنه وکړه او دغه راز یې هغوی ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو ډاډ ورکړ.
همدارنګه ښاغلي خیرخوا په دغو روغتونونو کې د ټولو استادانو او ډاکټرانو له خدمتونو مننه وکړه او هغوی ته یې په صادقانه ډول د ناروغانو د درملنې او بېلابېلو خدمتونو وړاندې کولو سپارښتنه وکړه.