عنوان: د تحصيلي نصاب پراختیا او بیاکتنې معیارونو لارښودونو معرفي کولو ورکشاپونو او د تحصيلي نصاب پراختیا او بیاکتنې کلسترونو اړتیا وړ خوراکي توکو تهیه او تدارک پروژه.
Publish Date
Closing Date
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1402/NCB/G-28
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د تحصيلي نصاب پراختیا او بیاکتنې معیارونو لارښودونو معرفي کولو ورکشاپونو او د تحصيلي نصاب پراختیا او بیاکتنې کلسترونو اړتیا وړ خوراکي توکو تهیه او تدارک پروژې داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړی، او اړونده چاپ شوې شرطنامې یوه کاپي يې په وړیا ډول په میموري یا فلش کې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه د ۱۴۰۲هـ ش کال د اسد مياشتې ۳۰مې نېټې، د دو شنبې ورځې د سهار تر ( ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو بڼه د اول لاټ لپاره (400,000) څلور سوه زره افغانۍ قيمت په اندازه وړاندې کېږي.
د افر ضمانت بايد ۲۸ ورځې د افر د باور له نېټې څخه زيات وي، يعني د افر د پرانيستې څخه ۱۱۸ ورځې د باور وړ وي.
د افر خلاصولو غونډه به د {30/05/1402} نېټې د دو شنبې په ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو خلاصولو په صالون کې، چې د افغانستان، کابل درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، دايرېږي.
د اړېکو شمېره: 0202514078
برېښناليک پته: saririnasrat90@gamail.com
یادونه ! له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د ۱۴۰۲ هـ ش کال د اسد میاشتي په ۱۰مه نېټه پنجشنبې په ورځ سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د توکو تدارکاتو او غیر مشورتي خدمتونو امریت کې دايرېږي.