لغمان پوهنتون د لومړي او دویم پړاو اکاډمیک اعتبار ترلاسه کړ

baqir_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۶:۵۱
ل

د لغمان پوهنتون مشرتابه، استادانو او کارکوونکو د پرله پسې او نه ستړي کېدونکو فعالیتونو په تر سره کولو سره وکولای شول چې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو پروسې معیارونه بشپړ او یاد پوهنتون د هېواد د اکاډمیک اعتبار لرونکو پوهنتونونو په کتار کې ودروي.

دغه لاسته راوړنه د لغمان پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت ریاست د ټاکل شوي پلاوي له هر اړخیزو ارزونو او کتنو وروسته په ډېر غور سره ترلاسه شوې ده.

د لغمان پوهنتون رئیس پوهنمل دوکتور عصمت الله دراني وویل:" له دې وروسته به لغمان پوهنتون په اکاډمیکو برخو کې خورا د پام وړ خدمات وړاندې کوي او د لوړو زده کړو محترم وزارت له خوا به د یو اکاډمیک اعتبار لرونکي پوهنتون په توګه پېژندل کېږي."

د یادونې وړ ده، چې په دې برخه کې د پوهنتون، علمي، کلتوري، اداري او ساختماني لاسته رواړنې ټولې د پام وړ اغېز لري او له همدې هر اړخیزې ارزونې وروسته دغه مقام ترلاسه شوی دی.

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS