لغمان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځی دوه تنه محترم استادان د نوي تدریسي کتاب د لیکلو له امله د یوې ستاینغونډې په ترڅ کې وستایل.

د لغمان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځی دوه تنه استادان پوهنیار وفي الله مموزي او پوهنیار عتیق محمد حسام په مشترک ډول د عضوي کیمیا په نوم د کتاب لیکلو له امله د پوهنتون د مسؤلینو له لوري وستایل شول.
په یاده ستاینغونډه کې د لغمان پوهنتون مسؤلینو د یادو استادانو زیار او علمي هڅې وستایلې او د هغوی له لوري لیکل شوی د عضوي کیمیا کتاب یې د لغمان پوهنتون د محصلینو لپاره ګټور او لویه لاسته راوړنه وبلله. دغه راز نور استادان یې هم وهڅول چې د خپل مسلک په برخه کې نوښتونه او څېړنې وکړي، تر څو د علم د تولید په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې ولرو.
د غونډې په پای کې محترمو استادانو ته د ویاړ پګړۍ ورپر سر شوې او غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.
نېټه: شنبه
۱۴۴۴/۵/۲هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۵هـ.ق ۲۰۲۲/۱۱/۲۶م
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر