له دولتي پوهنتون څخه دولتي ته د محصلانو تبدیلي د ۱۴۰۰/۱۰/۱ نېټې څخه پیل او په لاندې شرایطو تر دوو میاشتو پورې ترسره...

Akmal_admin
تبدیلی محصلین پوهنتون های دولتی به دولتی سر از تاریخ 1/10/ 1400برای مدت دو ماه با شرایط ذیل

خبرتیا!

له دولتي پوهنتون څخه دولتي ته د محصلانو تبدیلي د ۱۴۰۰/۱۰/۱ نېټې څخه پیل او په لاندې شرایطو تر دوو میاشتو پورې ترسره کېږي: 
1ـ په لومړي پوهنتون کې لږ تر لږه د یوه سمستر په بریالي ډول پوره کول.
2ـ د ښځینه وو تبدیلي د همدې خبرتیا د لومړۍ کرښې او لېسانس روزنیزې دورې د ۲۹مې مادې، درېیم بند پر اساس، د دواړو تحصیلي بنسټونو په موافقه او د کانکور معیاري نومرو په پوره کولو سره تر سره کېږي. 
3ـ د لېسانس روزنیزې دورې د مقررې پر اساس د نارینه (ذکور) محصلانو تبدیلي له روزانه څخه روزانه ته نه کېږي. نارینه محصلانو تبدیلي یوازې له روزانه څخه شبانه ته، په ورته څانګه، ټولګي او سمستر کې تر سره کېږي. 
4- هغه نوي شامل شوي محصلان چې د ۱۴۰۰کال، کانکور ازموینې له لارې جذب شوي، د تبدیلۍ پروسه یې په مرغومې او سلواغه کې نه تر سره کېږي، ځکه یو سمستر یې پای ته نه دی رسولی. 
5ـ هغه محصلان چې له یوه سمستر څخه یې زیات درس لوستی، د لېسانس مقررې پر اساس یې تبدیلي په مرغومې او سلواغه میاشت کې پیلیږي. 
6ـ د تبدیلۍ فورم له لومړي پوهنتون څخه تر لاسه او د دواړو (لومړي او دویمي) پوهنتونونو له موافقې وروسته دې، د نهایي طی مراحل کولو لپاره د دولتي محصلانو چارو ریاست ته وسپاري او د کار پېژندنې له کمیسیون وروسته یې پایلې اعلانیږي. 
هغه محصلان چې د کار پېژندنې له کمیسیون وروسته د شرایطو وړ وي، لاندې پړاوونه تعقیبوي: 
7ـ د کمیسیون له تایید وروسته، د محصل د سوانحو د غوښتلو لپاره اړوند (لومړي) پوهنتون ته مکتوب ورکول کېږي. 
8ـ د محصل د سوانحو له تر لاسه کولو وروسته، په داسې حال کې چې د محصل سوانح قانوني ستونزه ونه لري، د زده کړو د دوام لپاره دویمي پوهنتون ته مکتوب ورکول کېږي.
9ـ هغه محصل چې په لومړي پوهنتون کې یې په دوو مضمونونو کې کرېډېټ نه وي پوره کړي، تبدیلي یې نه طی مراحل کېږي. 
10ـ یو محصل په خپله تحصیلي دوره کې یوازې یو ځل د تبدیلي حق لري. 
11ـ تبدیلي یوازې په ورته څانګه، ټولګي او سمستر کې اجرا کېږي. 
نوټ: هغه محصلان چې تبدیلي یې د کار پېژندنې کمیسیون له لوري رد کېږي، د تبدیلي اسناد یې ترې اخیستل کېږي او بښنه ترې غوښتل کېږي. 
په درناوي

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

تدارکاتي خبرتیا !


د کابل پولي تخنيک پوهنتون په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۳هـ ش کال د محصلانو ليليې لپاره د اړتیا وړ (۴) قلمه البسې پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۱:۱۷
Background image

د ۱۴۰۳هـ ش کال ماسترۍ پروګرام لپاره د نوم لیکنې خبرتيا !


دافغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملی پوهنتون په ۱۴۰۳ کال کې د همدي پوهنتون او د هندوستان  هیواد (IARI) پوهنتون ماسټرۍ ګډو پروګرامونو لپاره په لاندي پوهنځیو او څانګو کې نوي محصلین . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۳:۵۵
Background image

د مالېزیا لېسانس او ماسټرۍ بورسونو خبرتیا !


مالېزیا په طب او نرسنګ څانګو کې په لاندې شرايطو سره د لېسانس او ماسټرۍ په برخو کې د شپږو بورسونو د ورکړي خبر ورکړی.
شرایط:
۱.     طب څانګې لپاره کم تر کمه د ۶.۰ نمرو د IELTS سند لرل او . . .

Back to announcements