لوړو زده کړو وزارت کې د الکترونیکي مراسلاتو سیستم پرانیستل شو

baqir_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۴:۳۰
g

الکترونیکي مراسلاتو سیستم د لوړو زده کړو په وزارت کې د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر پرانیست.

په هغه ناسته کې چې لوړو زده کړو وزارت کې په همدې موخه د یاد وزارت د معینانو، رییسانو او آمرینو په شتون کې جوړه شوې وه، دوکتور عباس بصیر د لوړو زده کړو وزارت رول د الکترونیکي سیستم او ډیجیټلي حکومتدارۍ په پراختیا او رامنځته کولو کې رهبري کوونکی وګاڼه او ټینګار یې وکړ چې د کمپیوټر ساینس پوهنځي له ظرفیتونو څخه به د لوړو زده کړو په بنسټونو کې او د مرکزي ادارو له ظرفیتونو څخه به د الکترونیکي حکومت دارۍ په بنسټيز کولو کې هم کاروو.

د لوړو زده کړو وزیر د دغه وزارت د چارو له مسولانو څخه وغوښټل چې د الکترونیکي مراسلاتو په کارولو سره د خدماتو وړاندې کولو پروسه د چټکتیا، ړونوالي او اسانتیاوو رامنځته کولو کې خپل رول ولوبوي.

دکتور عباس بصیر د دغه سیستم کارول د لوړو زده کړو وزارت او دومي اړوندو بنسټونو لپاره اړین وباله او زیاته یې کړه:"اړتیا وړ وسایل او اسانتیاوې د ټولو ادارو په واک کې ورکوو، که چېرې د الکترونیکي مراسلاتو له سیستم څخه د چلنلارې سره سم ګټه وانخیستل شي نو پوښتنه به یې کوو."

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش د الکترونیکي مراسلاتو د کارولو ګټو او موخو په هکله وغږېده او ویې ویل چې د دغه سیستم کارول د رییسانو، آمرینو او عمومي مدیرانو ترمنځ د خدماتو په وړاندې کولو او د اداري او رسمي لیکونو په پروسه کې به د روڼوالي او کاغذ لوبولو او وخت ضایع کولو څخه به د مخنیوي لامل شي.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین وویل چې دا لومړنی ګام دی چې په دې برخه کې د لوړو زده کړو په وزارت کې اخیستل کېږي او موخه یې د اداري مراوداتو او رسمي کارونو په پروسه کې د اسانتیاوو او چټکتیا زمینه مساعدول دي چې کارکوونکي د عالي تر ټيټې کچې پورې د اداري لیکونو د ځواب په تمه پاتې نه شي او په روڼ او چټک ډول پرمخ ولاړ شي.

د لوړو زده کړو وزارت معلوماتي ټکنالوژۍ رییسې پوهنمل شکریه بارکزۍ د الکترونیکي مراسلاتو سیستم پرانیستنې په اړه پرېزنټېشن وړاندې کړ او ویې ویل چې د دغه سیستم پلي کولو څخه به جدي څارنه کېږي.

اغلې جمال زیاته کړه چې کاروونکو ته به په رسمي موقفونو او سرلیکونو برېښنالیک او ډیجیټلي لاسلیک جوړ شي چې ټول رییسان، آمران او عمومي مدیران د لوړو زده کړو وزارت او اړوندو بنسټونو کې د برېښنايي نوې لیک لیکلو تګلارې په کارولو اړ دي.

د بشري سرچینو ریاست روزونکي عبیدالله مولايي وویل چې د دغه سیستم بنسټیز کېدلو او اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره ۶۸ آمران، ۲۰۴ عمومي مدیران او ۲۰ اجراییه مدیرانو ته یې د ظرفیت لوړولو برنامو لخوا ښوونه کړې ده.

په پای کې د لوړو زده کړو وزارت وزیر، معینانو او رییسانو الکترونیکي مراسلاتو سیستم پرانیست او ګټه اخیستلو ته یې وړاندې کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS