لوړو زده کړو وزارت کې د تحصیلي نصاب ملي کمیسیون د کار څرنګوالي لارښود د ورکشاپ په ترڅ کې ددغه کمیسیون نویو غړو ته ور وپيژندل شو

په دغه ورکشاپ کې چې د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو د پراختیا رئیس پوهنمل خواجه زبیر صدیقي تر مشرۍ لاندې تر سره شو، د کمیسیون د نویو غړو د معرفي کولو او د تحصیلي نصاب د کلسټرونو د کړنلارې توضیح کولو تر څنګ، د لیسانس زده کړه ییزې دورې لایحې (د کريډيټ لایحه)، د تحصیلي نصاب د بیا کتنې طرزالعمل، په کلسټرونو کې د پایته رسیدلي بنسټونو نصابونو پوره کولو او د بیا کتل شویو نصابونو د پلي کولو څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وشوې.
د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو پراختیا رئیس پوهنمل خواجه زبیر صدیقي د تحصیلي نصاب د ملي کمیسیون د موخو، برنامو، دندو او مسؤولیتونو د وړاندې کولو په ترڅ کې وویل چې د لوړو زده کړو وزارت له اړوندو ادارو سره په همکارۍ له (۲) کلونو څخه په کمه موده کې د پوهنتونو له (۴۳) څخه زیاتو تحصیلي څانګو نصابونه پوره کړي او په (۷۴) نورو څانګو باندې کار پیل شوی دی.
د علمي برنامو د پراختیا رئیس وویل چې د تحصیلي نصابونو د بیا کتنې په بهیر کې، د نصاب د ملي کمیسیون غړي آزاد لاس لري او کولی شي خپل هر ډول نظرونه او وړاندیزونه د تحصیلي نصاب د ښه والي په موخه وړاندې کړي.
همدا ډول د نصاب د ملي کمیسیون نویو غړو د مختلفو ډیپارټمنونو نصابونو چې د اړوندو کلسټرونو له لورې پایته رسیدلي، د کریډیت سیسټم لایحې، د تحصیلي نصاب بیا کتنې کړنلارو او په پوهنتونو کې د نوي نصاب د پلي کولو څرنګوالي په اړوند خپل اصلاحي نظرونه او وړاندېزونه وړاندې کړل او خبرې يې ورباندې وکړې.