لوړو زده کړو وزیر د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې له مشرې سره وکتل

baqir_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۲ - ۸:۲۶
g

د لوړو زده کړو وزیر ډاکتر عباس بصیر په خپل کاري دفتر کې د افغانستان د مسلکي او تخنیکي زده کړو ادارې له ريیسې سره وکتل او د عالي انستیتیوت د جوړولو د پروسې په اړه يې خبرې وکړې.

په دې کتنه کې ډاکتر بصیر وویل، د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي بنسټونو د جوړېدو په برخه کې چې د ادارو یا اشخاصو له خوا جوړېږي او قانوني پړاوونه يې وهلي وي همکار دی او ملاتړ يې کوي.

نوموړي زياته کړه، د لوړو زده کړو وزارت د قانون له لسمې مادې سره سم د ادارو له خوا د جوړېدونکو اکاډمیکو بنسټونو ملاتړ کوي او تر خپل وس پورې ورسره مرسته کوي.

همداراز په دې کتنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مشرې ندیمې سحر د لوړو زده کړو له وزارت د مننې په ترڅ کې د خپلو ترسره شوو کړنو په اړه وویل چې اداره يې د لوړو زده کړو له تقنیني سندونو سره سم د تخنیکي زده کړو د عالي انستیتیوت د جوړولو په برخه کې قانون ته ژمنه ده، په کتنه کې له هر اړخیزو خبرو وروسته پرېکړه وشوه چې په دې اړه دې نصاب د لوړو زده کړو وزارت په اختیار کې ورکړل شي چې په اړه يې لازم تصمیمونه ونیول شي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS