لوګر د لوړو زده کړو موسسې کې د کمال خان بند د اهمیت او ارزښت په اړه علمي سیمینار جوړ شو

baqir_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۸ - ۷:۳۸
g

د یادې موضوع په اړوند جوړه شوې غونډه کې د اداري کارکوونکو او زدکړیالانو لخوا د کمال خان بند د اقتصادي، حیاتي او ټولنیز ارزښت په اړوند مقالې د یاد علمي کانون رهبري غړي، استادانو، اداري کارکوونکو او ګڼ شمېر زدکړیالانو په شتون کې وړاندې شول.

د غونډې په سر کې لوګر د لوړو زده کړو موسسې مشر پوهنمل عبدالناصر ستانکزي، د یاد پوهنتون له استادانو، اداري کارکوونکو او زدکړیالانو مننه وکړه؛ چې ښکلي او په زړه پورې علمي سیمینارونه او مقالې یې چمتو کړي دي. همدارنګه ستانکزي زیاته کړه چې د هېواد شته اوبه ۷۵ میلیارد متر مکعبو ته رسېږي چې مدیریت او مهار کول يي په بېلابېلو برخو کې ګټورې تمامیدای شي.

وروسته په ترتیب سره د ریاست مقام د دفتر مدیرې وجیه سروري، د زدکړیالانو چارو عمومی مدیر شیرالله شارق، د ښوونې او روزنې پوهنځي زدکړیال عبیدالله نایل او د کرنې پوهنځي زدکړیال مطیع الله علمي مقالې او سیمینارونه چې د کمال خان بند او په ټوله کې د هېواد اوبه په اقتصادي، ټولنیز او پرمختګ په اړوند چمتو شوي ول ګډونوالو ته وړاندې کړل.

د غوندې په پای کې علمي او زدکړیالانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل محمد سردار احمدي، د وړاندې شوي مقالې د پایلې ارزونې په اړه خپل نظر وړاندې کړ.

یادونه: لوګر د لوړو زده کړو موسسه په پام کې لري چې په راتلونکو ورځو کې په اړوند موضوع د مقاله لیکنې سیالۍ جوړه کړي چې د پوهنتون څخه بهر مینوال هم وکولای شي برخه واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته ترسره شوه

 

یاده ناسته چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شوه، په پیل کې د یاد وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د وخت پر ارزښت او. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۳:۵۰
Background image

د کابل ولایت علماوو شورا رئیس د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو ته اصلاحي بیان وکړ

 

د کابل ولایت علماوو شورا رئیس محترم شیخ القرآن والحدیث خلیفه صاحب دین محمد د لوړو زده کړو وزارت رئیس صاحبانو، امرینو او نورو اداري او خدماتي کارکوونکو ته د دغه وزارت د غونډو په عمومي. . .

BACK TO NEWS