لوګر پوهنتون کې د سمسورتیا په پار د ۱۴۰۰ لمریز کال د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پيل شو

دغه کمپاین کې د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي، د دویمو ادارو رییسانو او مسوولینو، د لوګر لوړو زده کړو موسسې رییس، مرستیالانو، د پوهنځیو رییسانو او مسوولینو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ګډون درلود.
د ياد پوهنتون په انګړ کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین جوړ شو چې په ترڅ کې يې د لوګر والي، د ښاروالۍ او د کرنې او چاپيریال ساتنې ریاستونو لهخوا د یو شمېر نیالګيو مرسته هم وشوه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري، په دغه برخه کې د لوګر ولایت مقام او اړوندو ادارو له همکارۍ مننه کوي او له ټولو هېوادوالو څخه يي هیله ده، تر څو په یاد بهیر کې د پوهنتون د لا سمسورتیا په موخه خپلې مرستې او همکارۍ و نه سپموي.
د یادونې ده چې د لوګر پوهنتون سرسبزۍ کمېټه، د پلان مطابق د "یو محصل یو نیالګی" تر عنوان لاندې دا لړۍ پرمخ وړي.