لوګر پوهنتون کې د پنځو پروژو پرانسته وشوه

د پوهنتون د احاطې دیوال، د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز (PDC)، د برېښنا برج، د معلوماتي ټکنالوژۍ تجهیزات او د ۲۰۰ تنو لپاره د لیلیې ودانۍ هغه پروژې دي چې تر پرانستل کیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په هغه محفل کې چې په همدې تړاو لوګر پوهنتون کې جوړ شوی وو، لومړی د پوهنتون رئیس میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر ښاغلي پوهنمل عبدالتواب بالاکزي پیغام ولوست.
ورپسې د لوګر والي ښاغلي محمد اجمل شاپور خبرې وکړې او لوګر پوهنتون سره یې د لوړو زده کړو وزارت د پروژو په پلي کولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
محفل د تحایفو او تقدیرنامو له ویش وروسته د هرې پروژې د پټۍ په پریکولو سره پای ته ورسید.