مالي او اداري معین نور احمد دروېش په کابل پوهنتون کې د برېښنایي پېژندپاڼو وېشلو ټیم وستایه

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۱ - ۵:۵
g

 د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په کابل پوهنتون کې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېشلو ټیم وستایه او د پېژندپاڼو وېشلو او خلکو د ښو اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې یې د هغوی مدیریت ګټور وباله. نوراحمد دروېش په کابل پوهنتون کې د ۱۲کسیز ټيم  هڅې او د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو او د  څلورو مرکزي پوهنتونونو استادانو او زدکړیالانو ته د پېژندپاڼو د وېشلو چټګه پروسه د ستایلو وبلله. د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین وویل چې برېښنایي پېژندپاڼه نه یوازې دا چې د اسنادو د پېژندنې په برخه کې د اسانتیا لامل ګرځي، بلکې په هېواد کې روڼتیا، پرمختګ او امنیت لامل هم ګرځي. په کابل پوهنتون کې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش مسوول اسدالله ستانکزي په دغه برخه کې د لوړو زده کړو وزارت له همکارۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې مراجعین یې ورځ تر بلې زیاتېږي. دغه راز زیاته یې کړه، چې ډېری مراجعین یې استادان او د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکي دي، چې له خپلو کورنیو سره یو ځای د برېښنایي پېژندپاڼې تر لاسه کولو لپاره ورځي. هغه ټینګار وکړ چې دی او همکاران یې هڅه کوي چې له خپلو هېوادوالو او مراجعینو سره سم چلند وکړي او ژر یې کارونه ورته بشپړ کړي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS