نن په کابل پوهنتون کې د امارتي پوهنتونونو د اسلامي ثقافت استادانو، د دعوت او ارشاد امامانو او مبلغینو لپاره درې ورځنی دیني – علمي سیمینار د ا.ا.ا د مشرانو مسؤلینو په ګډون سره پیل شو.

ameen_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۵:۴۸
sndnasknzxm,cmzx


د یاد سیمینار په مراسمو کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لوړو زده کړو وزارت دغه نوښت وستایه او ویې ویل، چې د تېر اشغال پر وړاندې په مبارزه کې د پوهنتون استادانو او محصلینو هم ونډه درولوده او نن ورځ په نظام کې د هېواد د ودانولو لپاره هم له موږ سره یو ځای دي. 

هغه زیاته کړه چې موږ د محصلینو داسې روزنه غواړو چې د انجنیري، طب او نورو مسلکونو تر څنګ، د اسلام په اساساتو او فرائضو هم پوه شي او پر ځان یې عملي کړي. 

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب وویل چې د ا.ا.ا مشرانو د عصري زده کړو د لا پیاوړتیا په پار، په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت د مضمون کرېډېټونه زیات کړل او د همدې مضمون دنده ده، چې د محصلینو په افکارو کې مثبت بدلون راولي.
 
نوموړي د یاد سیمینار موخه د علماء کرامو تر منځ مفاهمه، د نظام پر پالیسي پوهېدل او په پوهنتونونو کې یې عملي کول، له استادانو سره د درسي میتود په برخه کې مرسته کول وبلله.

 د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل، چې د اسلامي ثقافت د استادانو او مبلغينو دنده د محصلینو سالمه فکري او عقیدوي روزنه او فکري مصؤنیت، عباداتو ته د محصلینو متوجه کول، د اعمالو اصلاح، صورت او سیرت د رسول الله صلی الله له سنتو سره برابرول، د محصلینو اخلاقي روزنه، د عصري او دیني علم او علماوو تر منځ د همغږي رامنځته کول دي او له هغوی څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې خپل مسؤلیتونه په سم ډول ترسره کړي. 

 همدا راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د علماء کرامو د صفاتو او درجو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: «که موږ غواړو چې خبرې او کار مو اغېزې ولري، نو باید په واقعي ډول د یوه عالم ځانګړتیاوې په ځان کې راولو او عملي یې کړو.» 

ورسته د عدلیې سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي صاحب عبدالحکیم شرعي وویل، چې د شریعت له پلوه اسلامي امارت په نړۍ کې ساري نه لري او زیاته یې کړه: «د دې نظام تر شاه درېدل د اسلام تر شاه درېدل دي.»  همدارنګه نوموړي د افغانستان پرمختګ، ځان بساینه او ځواکمنتیا د افغانانو په یووالي کې وبلله او پر هغې یې ټینګار وکړ. 

دغه راز د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وویل چې په اسلامي ټولنو کې اسلامي ثقافت یو مروجه مضمون دی او زموږ په هېواد کې د روسانو له ماتې وروسته تدریسیږي. هغه زیاته کړه چې د اسلامي ثقافت مضمون باید د محصلینو ټولې دیني اړتیاوې پوره کړي، فکري هسته یې جوړه او د اسلام اساسات وروپېژني. 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین وویل چې تر فزیکي جګړې فکري جګړه ډېره خطرناکه ده او له استادانو یې وغوښتل چې د محصلینو سالمه او اساسي فکري روزنه وکړي، تر څو له هر ډول فکري یرغلونو څخه متأثر نه شي. 

همدارنګه د سترې محکمې مرستیال شیخ صاحب خیرجان وویل: «کله چې کفار کومه خاوره اشغالوي، نو د هغه ځای استادان، زده کوونکي، نصاب او د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو فضا په خپل لاس کې اخلي او له دې لارې په ټولنه کې خپلې فکري موخې پلي کوي.» نوموړي استادانو او علماء کرامو ته په خطاب کې وویل چې ستاسو مسؤلیت د محصلینو د نظریو او عقیدې جوړول دي او کله چې عقیده جوړه شي، ټول اعمال یې ورسره جوړیږي. 

وروسته د کابل ولایت د جهادي مدرسې استاد شیخ الحدیث مولوي صاحب محمد اسماعیل له لوري د نیت ارزښت، د نیت مثبت او منفي اړخ او په نیت کې د اخلاص اهمیت او د شیخ صاحب ضیاء الله حکیمي له لوري د شرعي امر نصب، اطاعت، صلاحیت او حقوق موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د ګډونوالو تر منځ مناقشې او بحثونه وشول. 

د یادولو وړ ده چې یاد سیمنیار به سبا او بل سبا هم دوام وکړي او د علماء کرامو له لوري به پر مختلفو موضوعاتو بحثونه پکې وشي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۸:۱۷
Background image

خبرتیا!


د دیني مدارسو هغو علماء کرامو ته چې د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست کې یې د عالمیې لېسانس متفرقه ازموینه ورکړې ده او نومونه یې په ذکر شویو لېستونو کې شامل دي، خبر ورکول کېږي، چې د‌ دوی . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۴:۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

BACK TO NEWS