هیواد د لوړو زده کړو بنسټونه د رخصتۍ په ورځو کې د روغتیایې مواردو په نظر کې نیولو سره؛ کولی شي د خپلو محصلانو لپاره له مختلفو آسانتیاوو او کړنلارو څخه په ګټې اخیستنې د زده کړو زمینه برابره کړي

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۱/۱۱ - ۷:۲۰
H

دغه مطلب د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د مرکز او ولایاتو د تحصیلي بنسټونو له مسؤولانو سره د ویډیویي کنفرانس په ترڅ کې بیان کړ. هغه زیاته کړه چې د نن ورځې له ناستې څخه موخه محصلانو ته د زده کړه ېیزو خدمتونو د وړاندې کولو، په کورونو کې د رخصتۍ له ورځو څخه د سمې ګټې پورته کولو او په دې برخه کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د وړاندې کړی شوي میکانیزم د تطبیق په موخه د زده کړه ېیزو مناسبو او معقولو کړنلارو د پیدا کولو د څرنګوالي په اړه بحث کول دي. پوهنمل بالاکرزي وویل: «د کرونا وایرس حیرانونکي خپریدل د هیواد د دولت او نظام د زیاتې ویرې سبب ګرځيدلی چې همدې ویرې ته په کتو د هیواد د تحصیلی بنسټونو د رخصتیدو څخه پرته بله چاره نه وه او دا د دې سبب شوه چې د هیواد په تحصیلي نظام او د تحصیلي بنسټونو په زده کړه ېیزې پروسې کې اخلال را منځته شي، خو د معلوماتي ټیکنالوژۍ او نورو لارو په کارولو کیدای شي چې دغه ستونزه په یو ښه فُرصت بدله شي او د هغې په څنګ کې د هیواد د لوړو زده کړو په ډګر کې د الیکټرونیکو زده کړو د ترویج لپاره اغیزمن کارونه تر سره شي.» د لوړو زده کړو سرپرست وزیر زیاته کړه چې لوړو زده کړو وزارت د هیواد د لوړو زده کړو نظام لپاره په یو همه شمول آنلاین تدریسي سیسټم کار پیل کړی, تر څو له دې لارې وکولای شو چې په دغه موجود حالت کې د ځوان نسل د زده کړو د دوام لپاره یو سالم مدیریت رامنځته کړو. نوموړي د هیواد د تحصیلي بنسټونو رئیسانو او مرستیالانو ته لارښوونه وکړه چې د ورځې تر پایه خپل نظرونه، وړاندېزونه او تجربې په لیکلې بڼه خپلو محصلانو ته د تدریس د دوام په موخه له لوړو زده کړو وزارت سره شریکې کړي چې د هغوی د نظرونو د توحید څخه وروسته به د یوې سالمې کړنلارې په ټاکنې سره عملي اقدامات ترسره شي. پوهنمل بالاکرزي له هغو پوهنتونو او استادانو څخه چې له مختلفو اپلکیشنونو او آسانتیاوو څخه په ګټې اخېستنې یې خپلو محصلانو ته د زده کړه ېیزو او تدریسي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې عملي اقدام کړی هم مننه وکړه، د پوهنتونو له مسؤولینو څخه یې وغوښتل چې د خپلو علمي کادر غړو څخه دې د راپور ورکولو یو منظم سیسټم له ځانه سره ولري. د لوړو زده کړو سرپرست وزیر همدارنګه د هیواد له پوهنتونو وغوښتل چې د هیواد د روغتیایي سکټور په څنګ کې دې چې نن ورځ د کرونا له وایرس سره د مبارزې په لومړۍ لېکه کې قرار لري، جدي او هر اړخیزه مرسته وکړي او د پوهاوي په برخه کې دې هم فعال واوسي. نوموړي د هیواد د پوهنتونو مسؤولانو ته لارښوونه وکړه چې په خپلو تحصیلي بنسټونو کې د کرونا وایرس د احتمالي ناروغانو لپاره هم باید ځانګړي محلونه چمتو کړي. په دغه ویډیویې کنفرانس کې د هیواد د مرکز او ولایاتو تحصیلي بنسټونو مسؤولینو د حضوري تدریس د بدیل اقداماتو او د کرونا وایرس د احتمالي ناروغانو لپاره د لازم چمتووالي په ترڅ کې، یو لړ طرحې، نظرونه، تجربې او ستونزې د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې. د یادولو وړ ده چې لوړو زده کړو وزارت د آنلاین زده کړو د سیسټم میکانیزم وار دمخه چمتو کړی او د لوړو زده کړو بنسټونو په واک کې یې ورکړی و.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کازان نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو لوړ رتبه پلاوي د روسیې د پوهنې وزارت له معین سره د علمي همکاریو، پراخېدو په اړه خبرې وکړې 

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ‌ضیاءالرحمن الاریوبي، د پوهنې وزارت معین مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل پلاوي د خپل رسمي سفر په لړ کې د فدراتیف روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

BACK TO NEWS