ټاکل شوې ده، ډېر ژر به په اسټراليا او امريکا کې د مېشتو متخصصو افغانانو په مرسته د يوولسو دولتي تحصيلي بنسټونو د محصلينو د پوهې د کچې لوړاوي په اړه علمي تجربې شريکې شي.

baqir_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۵ - ۱۱:۴۹
g

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د ویډیو کنفرانس له لارې تنظیم شوې وه؛ د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د علمي پروګرامونو د پراختیا او معلوماتي تکنالوژي رییسانو، د علمي معينيت سلاکار او همداراز په پروګرام کې د شاملو پوهنتونونو مسوولينو او يادو متخصصينو پکې ګډون کړې و، د دې پروګرام پر څرنګوالي او د پلي کولو پر همغږۍ بحث او خبرې وشوې.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معين پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د استادانو او په اسټراليا او امريکا کې د مېشتو متخصصينو د ستاينې تر څنګ وويل: «دغه پروګرام په يادو هېوادونو کې د مېشتو افغان متخصصينو له لوري چې کلونه يې هلته په بېلابېلو برخو کې په تدريس او څېړنه کې کار کړی، خپلې د کلونو تجربې او لاسته راوړنې به د هېواد له پوهنتونونو سره د سيمينارونو له لارې چې مخکې تر دې ټاکل شوي دي شريکې کړي. »

پوهنمل بالاکرزي څرګنده کړه، له نېکه مرغه چې موږ د نړۍ په بېلابېلو برخو کې لوړې وړتیا لرونکي متخصص هېوادوال لرو، که د يوه ميکانيزم له لارې د دوی له وړتیاوو څخه د محصلينو او ځوانانو د وړتیا لوړولو له پاره کار واخيستل شي، د هېواد د بشري سرچينو د پراختیا په برخه کې به ښې پايلې ولري.

نوموړي زياته کړه چې په لومړي ګام کې د هېواد ۱۱ لوی پوهنتونونه په دې پروګرام کې شاملېږي او په يوه مشخصه رشته کې پر يوه موضوع سيمينار ورکړل شي او په راتلونکي کې به نور تحصيلي بنسټونه هم پکې شاملېږي.

د لوړو زده کړو علمي معين په پروګرام کې له شاملو تحصيلي بنسټونو وغوښتل چې په مستقيمه توګه له هغو متخصصينو سره چې تحصيلي رشته، نوم او څانګه يې له دوی سره شريک شوي دي؛ په اړیکه کې شي او خپل پروګرامونه دې تنظيم کړي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS