ټاکل شوې د لوړو زده کړو وزارت له لورې په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې «د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټنونو د پیاوړتیا ملي کنفرانس» تر سرلیک لاندې علمي کنفرانس جوړ شي.

eshaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۵:۱۹
yrttyrter

په دې اړه خبرې کنفرانس کې چې نن د کابل د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې جوړ شوی و، د دغه پوهنتون رئیس شیخ الحدیث سید بشیر اغا هاشمي د یاد کنفرانس د ترسره کېدو د موخو او ارزښت په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.
هغه وویل، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د خپل ۶۰ کلن فعالیت په اوږدو کې سلګونه مسلکي کسان روزلي او د هېواد علمي او تحصیلي ټولنې لپاره یې وړاندې کړي، چې د هېواد د ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو د پیاوړتیا په موخه راتلونکی کنفرانس هم ترسره کېږي.
هغه زیاته کړه: «په دغه کنفرانس کې چې ټاکل شوې د روانې اونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې ترسره شي، د هېواد د تحصیلي بنسټونو ټول استادان او څېړونکو رابلل شوي، چې د هېواد ښوونیزو او تحصيلي نظام د ښه والي، پیاوړتیا، ستونزو، ننګونو او حل لارو په اړه خپلې علمي مقالې وړاندې کړي.»
همدار راز يې وويل، چې اوس مهال د استادانو، څېړونکو او محصلينو لپاره د علمي، اکاډميک او تحصيلي فعاليتونو ترسره کولو ښه زمینه برابره شوې او څېړونکي کولای شي په ازاده توګه خپل فعاليتونه ترسره کړي.
د يادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت د پلان له مخې په روان او راتلونکو کلونو کې دا ډول ملي او نړيوال کنفرانسونه د هېواد په ځېنو تحصيلي بنسټونو کې ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټري برنامو ۹ څانګو څخه ۲۱۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

 

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس، د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري چارو معین صاحبانو، د پوهنې وزارت د کیفیت لوړاوي معین، د مرکزي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS