په ازبکستان هيواد کې د فارغ شوو ۹۶ محصلانو ستونزی حل شوې

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ترهڅو وروسته ازبيکستان کې د ۹۶ افغان فارغانو د سندونو ستونزې حل شوې.
هغه پلاوي چې د ولسمشر د دفتر رييس محمد شاکر کارګر په مشرۍ، چې ورسره د لوړو زده وزارت علمي مرستيال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزى او د ياد وزارت يوشمېر رييسانو هم ګډون لاره؛ د ازبيکستان د لوړو زده کړو له مسوولينو سره د هغو افغان فارغانو د تحصيلي سندونو د ستونزو پرحل خبرې کړي چې د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د ازبيکي ژبې د ادبياتو زده کړې لپاره استول شوي وو او ازبيکستاني لوري هم د يادې ستونزې د حل ژمنه ورسره کړې ده.
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي وويل چې د يادو زده کړيالانو تحصيلي اسناد به ازبيکستان کې د قانوني مراحلو وروسته افغانستان ته د افغان پلاوي راستنېدو سره سم به هغو زده کړيالانو ته وسپارل شي چې د قانوني ملاحظاتو له امله تر يونيم کال ډېر په تمه وو.
په دغه ليدنه کې همداراز په دوه اړخيزو همکاريو او د لوړو زده کړو بنسټونو د استادانو لپاره د بېلابېلو تحصيلي بورسونو د ورکولو په اړه هم خبرې شوي دي.