په بلخ پوهنتون کې «نړیوالو معتبرو ژورنالونو ته د مقاله لیکنې» روزنیز ورکشاپ جوړ شو

په بلخ پوهنتون کې د پالیسۍ څېړنو ملي مرکز له خوا جوړ شوی «نړیوالو معتبرو ژورنالونو ته د مقاله لیکنې» روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
په دغه څوارلس ورځني ورکشاپ کې د بلخ پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو ۳۸ استادانو ګډون کړی وو، چې په نړیوالو معتبرو ژورنالونو کې د علمي او څېړنیزو مقالو لیکلو او همدارنګه له SPSS پروګرام څخه د ګټې اخیستنې میتود او څرنګوالي په هکله یو لړ موضوعات په تخصصي توګه تدریس شول.
ورکشاپ ګډونوالو ته د تصدیق پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد.