په جوزجان پوهنتون کې د غوره کتاب لوستنې سیالي او هغوی ته د جایزو ورکولو په پار ناسته جوړه شوه

دغه پروګرام د زدکړیالانو د خدمتونو چارو انسجام امریت او جوزجان پوهنتون زدکړیالانو انجمن له خوا، د جوزجان پوهنتون مشرتابه، ولایت مقام، عدلیې ریاست، اطلاعاتو او کلتور ریاست او د جوزجان ولایت ځوانانو خوځښت په همکارۍ، د (مدني زده کړې) تر سرلیک لاندې تر سره شو.
په ناسته کې د جوزجان پوهنتون مشر پوهندوی ډيپلوم انجنیر مسعود حقبین، په اکاډمیکو بنسټونو په ځانګړې توګه جوزجان پوهنتون کې د ځوانانو ظرفیت لوړولو په پار ورته پروګرامونه ارزښتمن وبلل.
د جوزجان پوهنتون مشر ځوانان او زدکړیالان د ټولنې د ملا تیر وبلل او د کتاب زیاتې مطالعې ته یې وهڅول.
د ناستې په دوام کې نورو ویاندویانو هم په بشري ژوند کې د کتاب او مطالعې او همدارنګه ګټورو موضوعاتو په اړه ګډونوالو ته خبرې وکړې.
په پای کې د کتاب لوستنې سیالۍ غوره کسانو ته چې له لومړۍ تر ۳۰ درجې یې درلودې، د جوزجان پوهنتون مشرتابه پلاوي او مسوولینو له لوري جایزې ورکړل شوې.
د یادولو ده، چې دغه د زده کړو لویه پروسه په ځوانانو او زدکړیالانو کې د مطالعې کلتور عامولو، کتاب لوستلو، زده کړو ته مخه کولو، له جمهوري نظام او سولې پروسې څخه د ملاتړ په پار جوړه شوې وه، چې ۵ سوه زدکړیالانو پکې ګډون کړی وو.