په لوړو زده کړ و وزارت کې د بیرغ ملي ورځ ونمانځل شوه

baqir_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۵:۳۴
G

"د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ، زموږ د خلکو تر منځ د جمهوریت، برابرۍ، غښتليتوب، عزت، غرور او یووالي سمبول دی، ساتنه او درناوی یې باید وکړو."

دا وینا د لوړو زده کړو وزیر دکتور عباس بصیر په داسې حال کې چې د وزارت مشرتابه پلاوی او یو شمېر کارکوونکو شتون درلود او د زمري اوومه نېټه د ملي بیرغ ورځې په ویاړ د لوړو زده کړو په وزارت کې ځانګړې نمانځغونډه جوړه کړه.

په دې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر دکتور عباس بصیر د دې ورځې مبارکۍ ترڅنګ وویل، ملي بیرغ زموږ د خلکو ترمنځ د جمهوریت، برابرۍ، غښتليتوب، عزت، غرور او یووالي سمبول وباله او ویې ویل چې دا بیرغ موږ ته زیات اهمیت لري او کله چې د ورزشکارانو او نورو ویاړ راوړونکو له خوا د نړيوالو په ډله کې ورپېږي نو ټول خپل ځانونه ورپورې تړلي بولو، د غرور او ویاړ احساس کوو.

لوړو زده کړو وزیر د لوړو زده کړو وزارت ساتنې قطعې ته هم درناوی وکړ، د هېواد ملي دفاع او امنیتي ځواکونو د ملي بیرغ، عرضي تمامیت، او جمهوري ارزښتونو ساتونکي وبلل او د هغوی سرښندنې وستایلې.

نمانځغونډه د لوړو زده کړو وزیر لخوا د درې رنګه ملي بیرغ په پورته کولو او د هېواد د پرمختګ، ابادۍ په دعا پای ته ورسېده.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست عالي مقام د هدایت او د هېواد بیرغ ته درناوي پر بنسټ د زمري اوومه د ملي بیرغ ورځ په نامه ونومول شوه او دا ورځ به هرکال د هېواد ملي یووالي او خلکو ترمنځ همغږي لا زیات ټینګوالي او په ټول هېواد کې د حب الوطن احساساتو ښودلو لپاره په ځانګړیو مراسمو کې ونمانځل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS