په ننګرهار پوهنتون کې "د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس" د ا.ا.ا د کابینې غړو، د داخلي او بهرنیو هېوادونو استادانو په ګډون سره پیل شو.

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۸:۱۱
8563211110000


یاد کنفرانس ته د ۲۵۰ داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو خپلې علمي - څېړنیزې مقالې رالېږلي، چې ۱۴۰ به یې په کنفرانس کې وړاندې شي.
د کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل چې اسلامي امارت په هېواد کې د ځنګلونو وهل منع کړي او په دې وخت کې یې د دې کنفرانس دایرول مهم وبلل.
دغه راز د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم پر ټولو افغانانو غږ وکړ چې اوبه او هوا پاک وساتي او دا کار یې د هر مسلمان مسؤلیت یاد کړ.
نوموړي زیاته کړه چې سترو صنعتي هېوادونو د خپلو ګټو لپاره اقلیم زیانمن کړی او په دې برخه کې یې د افغانانو حقونه تر پښو لاندې کړي او زیاته یې کړه چې ښکېلاکګرو پر موږ د فزیکي یرغل تر څنګ، زموږ اقلیم هم زیانمن کړی، چې باید دغه ظلم ودروي.
د لوړو زده کړو وزیر له سکتوري وزارتونو وغوښتل چې د یاد کنفزانس له څېړنو په خپلو پالیسیو کې ګټه واخلي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د دې کنفرانس ګټه د استادانو د څېړنو پراختیا او د نړیوالو له لوري د افغانستان اقلیم زیانمنېدو پر وړاندې غږ پورته کول یاد کړل.
ښاغلي خیرخواه زیاته کړه چې نړیوال د بشریت ژغورنې په نوم تشریفاتي غونډې کوي، په داسې حال کې چې همدې سترو صنعتي هېوادونو بشر له ګنو اقلیمي ستونزو سره مخ کړی دی.
همدا راز د یاد کنفرانس په پرانیسته کې د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، د کلیو پراختیا، د ښار جوړونې او عامې روغتیا وزیرانو او همدارنګه د چارو ادارې لوی رئیس، د چاپېریال ساتنې ادارې لوی رئیس، د پوهنتون مشرتابه پلاوي او د بهرنیو هېوادونو څېړونکو په افغانستان کې د اقلیمي بدلون او وچکالۍ پر لاملونو، ستونزو او حلار خبرې وکړې.
د اقلیم بدلون نړیوال درې ورځني کنفرانس له مقالو څخه به د سکتوري وزارتونو د پالیسیو او طرحو جوړولو کې کار واخیستل شي او لیکوالو استادانو ته به یې د مالي امتیازاتو تر څنګ، په ترفیع کې حسابیږي.
لوړو زده کړو وزارت په روان کال کې ۳ ملي او یو نړیوال کنفرانس دایر کړی او په همدې کال کې ۳ نور ملي او یو نړیوال کنفرانس په پام کې لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS