په پروان پوهنتون کې د ترکیې هېواد په مرسته د راډیو سټډیو او عکاسۍ لابراتوار ګټې اخیستنې ته وړاندې شو

د یادې سټډیو په پرانیستنه کې د پروان والي ډګر جنرال فضل الدین عیار د افغانستان او ترکیې د ښو اړیکو او د ترکیې تیکا دفتر له لوري د پروان پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي د راډیو سټډیو او عکاسۍ لابراتوار جوړېدو له امله مننه وکړه.
د پروان ولایتي شورا مشر امین الله شکوري ترکیه د افغانستان ښه ملګرې وبلله او ویې ویل، چې تحصیلي بنسټونو ته د ترکیې تیکا دفتر پاملرنه د هېواد ټولو برخو ته د پاملرنې په مانا ده، چې دغه کار به یې د افغانستان خلکو ته د یادښت په توګه پاتې شي.
ورپسې په کابل کې د ترکیې تیکا دفتر مشر زوهوتون چال افغانستان د ترکیې پخوانی ملګری یاد کړ او زیاته یې کړه:"غواړو په دوامداره توګه د ښوونې او روزنې د تجهیز په برخه کې له دغه هېواد سره همکاري وکړو."
دغه راز د پروان پوهتون مشر پوهاند محمد همایون رسولي په کابل کې د ترکیې تیکا دفتر څخه د مننې تر څنګ وویل چې پروان پوهنتون له نویو تاسیس شویو پوهنتونونو څخه دی او د ژورنالیزم پوهنځي په تاسیس سره د دغه پوهنځي زدکړیالانو د عملي کار لپاره د راډیو سټډیو او عکاسۍ لابراتوار ته جدي اړتیا وه چې له نېکمرغه دا دي نن یې د پرانیستنې شاهدان وو.
پوهاند رسولي د ژورنالیزم پوهنځي له مشرتابه څخه وغوښتل چې سټډیو او لابراتوار سم وساتي او هڅه وکړي چې له دغو وسایلو څخه په ګټه اخیستنې ځان د کار له بازار سره برابر کړي.
د پروان پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي مشر پوهنیار عزیزالله سعیدي وویل چې د راډیو د سټډیو او عکاسۍ لابراتوار په فعالېدو سره په نږدې راتلونکي کې د ژورنالیزم پوهنځي نشرات پیل کړي چې په وینا یې د شمال حوزې لپاره به ګتورې خپرونې خپرې کړي.