په پکتيا پوهنتون کې د «سيرت النبي» تر سرليک لاندې کنفرانس جوړ شو

په دې کنفرانس کې د پوهنتون علمي مرستيال، د پوهنځيو رييسانو، يو شمېر محصلينو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.
د کنفرانس په پيل کې د پکتيا پوهنتون علمي مرستيال ډاکټر عبدالله احمدي د سيرت النبي (ص) د پېژندنې او د پيغمبر (ص) له اخلاقو څخه د مسلمان ملت د پيروۍ د اړتیا په اړه خبرې وکړې. وروسته د پوهنتون استادانو هر يوه پوهنمل عبدالرحمن مبشر د رسول الله (ص) د اخلاقو او پوهنيار عبدالناصر عتيد د رسول الله د رسالت او د رسول الله (ص) پر وړاندې د امت د مسوليت په اړه د کنفرانس ګډونوالو ته په تفصيل سره معلومات وړاندې کړل. غونډې په يوې لنډې دعايې سره پای ته ورسېده.