په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د استادانو د ظرفیت لوړونې په موخه د «رهبرۍ» تر عنوان لاندې ورکشاپ جوړ شو

Akmal_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۴ - ۱۳:۲۷
Q

۱۴۰۰کال، د سلواغې ۲۴مه
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د استادانو د ظرفیت لوړونې په موخه د «رهبرۍ» تر عنوان لاندې ورکشاپ جوړ شو. 
په دغه ورکشاپ کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئیس، علمي، مالي او اداري مرستیال، د پوهنځيو رییسانو او استادانو ګډون کړی و.  
وروسته د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئیس پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د ورکشاپ ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د استادانو د مسلکي او علمي ودې لپاره دا ډول پروګرامونه ګټور وبلل. 
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي او مالي او اداري مرستیال انجنیر زیارمل خطاب د پوهنتون په کچه د دا ډول پروګرامونو له جوړولو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې راتلونکی پلان مو دا دی، چې په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د دوکتورا پروګرام پیل کړو او د کانونو د مدیریت تر عنوان لاندی یو ملی کنفرانس جوړ کړو.
په یاد ورکشاپ کې پوهنوال ډاکټر امان الله فقیري د رهبرۍ تر عنوان لاندې پرېزنټېشن وړاندې کړ او په اړونده موضوع د ګډونوالو له لوري بحث وشو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شو

 

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د روژې مبارکه میاشت د صبر، اخلاص او صدقې میاشت ده او پکار ده چې د اسلام د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۸:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

دغه هوکړه لیک چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري لاسلیک شوی دی. د دواړو نهادونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۶:۳۶
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتواته سره وکتل.

 

محترم سرپرست وزیر د یوناما مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل خوښ یم چې د افغانستان واقعي وضعیت له نېږدې وینی. او دا ډېره مهمه ده څو نړیوالو ته د افغانستان ریښتینی حالت ورسېږي.

. . .

BACK TO NEWS