په کابل پوهنتون کې د چین له لوري جوړې شوې د تدریسي او اېډېټوریم ودانۍ په رسمي ډول لوړو زده کړو وزارت ته وسپارل او پرانیستل شوې.

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۹ - ۹:۴۴
erwr

۱۴۴۴/۱/۲
۱۴۰۱/۵۹
په کابل پوهنتون کې د چین له لوري جوړې شوې د تدریسي او اېډېټوریم ودانۍ په رسمي ډول لوړو زده کړو وزارت ته وسپارل او پرانیستل شوې. 
په کابل پوهنتون کې د چین له لوري د تدریسي او اېډېټوریم ودانیو په پرانیستغونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، د چین سفیر، د لوړو زده کړو وزارت یو شمېر رئیسانو، د کابل پوهنتون رئیس، استادانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و. 
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په کابل پوهنتون کې د چین له لوري د تدریسي او اېډېټوریم ودانیو د جوړولو له امله مننه وکړه او ویې ویل، چې چین پخوا هم په کابل پوهنتون او نورو ځایونو کې ودانۍ جوړې کړي او له افغانستان سره یې د تحصیلي برخې تر څنګ، په نورو برخو کې هم همکارۍ ترسره کړي دي. 
الحاج مولوي عبدالباقي حقاني چین د افغانستان دوست هېواد یاد کړ او د لوړو زده کړو په برخه کې یې له دغه هېواد څخه د لا نورو همکاریو غوښتنه وکړه.     
وروسته د چین سفیر «وانګ یو» د افغانستان او چین تر منځ زر کلنو ښو اړیکو ته په اشارې سره وویل، چې اوسمهال په سلګونو افغان محصلان په چین کې په زده کړو بوخت دي. نوموړي د افغانستان او چین تر منځ پر سوداګریزه راکړه ورکړه ټينګار وکړ او په تحصیلي برخه کې یې له افغانستان سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدارنګه د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز په کابل پوهنتون کې د چین له لوري تدریسي ټولګي او اېډېټوریم د کابل پوهنتون د لویو ناستو او درسي ټولګیو د اړتیاوو پوره کولو په برخو کې ګټور وباله او په کابل پوهنتون کې یې د چین د نورو رغنیزو پروژو هیله وکړه. 
د یادولو وړ ده چې دغه ودانۍ د ناستو یو لوی تالار، چې د ۱۵۰۰ کسانو ظرفیت لري، دوه د ناستو کوچني تالارونه او ۴۰ تدریسي ټولګي لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شو

 

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د روژې مبارکه میاشت د صبر، اخلاص او صدقې میاشت ده او پکار ده چې د اسلام د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۸:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

دغه هوکړه لیک چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري لاسلیک شوی دی. د دواړو نهادونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۶:۳۶
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتواته سره وکتل.

 

محترم سرپرست وزیر د یوناما مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل خوښ یم چې د افغانستان واقعي وضعیت له نېږدې وینی. او دا ډېره مهمه ده څو نړیوالو ته د افغانستان ریښتینی حالت ورسېږي.

. . .

BACK TO NEWS